تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۸مه) یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د جون د ۲۸مې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې ټپيان کړي دي.
یوناما وايي، د دغو بریدونو قربانیان ښځې او ماشومان دي چې، په ټپیانو کې د ځينو وضعیت نازک دی.
یادې ادارې په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، په دې بریدونو کې د تلفاتو د شمېر زیاتېدو احتمال شته دی.
یوناما له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې، نړیوال بشردوستانه قانون، په ځانګړي ډول د احتیاط، تفکیک او تناسب اصول رعایت کړي او د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
بل لورته بیا یونیسف او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپلو اېکسپاڼو لیکلي، د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې په بریدونو کې د ماشومانو د نښه کېدو او ټپي کېدو راپورونو اندېښمن کړي دي.
دوی ویلي، د بریدونو د اغېزو د کره ارزونې لپاره له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي.
دواړو بنسټونو ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی باید هر وخت وشي، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید هېڅکله په نښه نه شي او د تاوتریخوالي د کمېدو ترڅنګ دې د ټولو ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړ شي.
دا غبرګونونه داسې مهال ښودل کېږي چې، پاکستان یوځل بیا په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړي د هوایي بریدونو په وسیله په نښه کړل.