Homeخبرونههند: د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان «ښکاره تېری» دی

هند: د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان «ښکاره تېری» دی

تاند -هند د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستي هوايي بریدونه غندلي او هغه یې «د تېري ښکاره عمل» بللی دی.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا او خطرناک چلند» دوام ښيي او د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نوي ډیلي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي او ټولې شخړې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د پوځي اقداماتو له لارې.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې پاکستان اعلان وکړ، د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې د هغو وسله‌والو پر پټنځایونو بریدونه کړي چې اسلام‌اباد یې د پاکستان پر ضد د بریدونو مسوول بولي.

 پاکستان ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې یې ۲۹ وسله‌وال وژلي دي.

په مقابل کې، د طالبانو حکومت ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د طالبانو حکومت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او غندلي یې دي.

که څه هم ملګروملتو هم د ۳۶ ملکیانو وژل کېدا تایید کړې خو ځايي اوسېدونکي، چې بمباري پرې شوې، د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات ښيي.

ګومان کېږي د طالبانو حکومت د ملکیانو مرګ ژوبلې د دې لپاره کمې ښيي چې ځینې کسان د طالبانو حکومت د پاکستان د یرغل په وړاندې د خپلو خلکو په دفاع کې په پاتې راتلو تورونوي او طالبانو ته پر له بپسې پېغورونه ورکوي خو هغوی ته دې پام نه کوي یا قصداً نه غواړي دا په پام کې ونیسي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د هوايي دفاع سیستم او پیاوړی هوايي ځواک نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...