Homeخبرونهاشرف غني: پر افغانستان د پاکستان یرغل وغانده

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان یرغل وغانده

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۸ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر، اشرف غني، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، هېواد له پرله‌پسې بحرانونو سره مخامخ دی او د دې وضعیت د پای ته رسېدو لپاره باید افغانستان خپله نړیواله بې‌طرفي په رسمي ډول اعلان او د ملي ګټو پر بنسټ بهرنی سیاست غوره کړي.

غني په یوه پیغام کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ملکي سیمو د پاکستان له بریدونو وروسته خپور شوی، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله او ویې ویل، د دغو بریدونو قربانیان بې‌ګناه ولسي خلک دي. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.

پخواني ولسمشر وویل، د پاکستان وروستي بریدونه یوازې امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور ملي فکر غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه، افغانان حق لري وپوښتي چې د امنیت، سولې او ثبات هغه ژمنې چې وړاندې کېدې، اوس چېرې دي او ولې هېواد له یوه بحرانه بل بحران ته لوېږي.

غني ټینګار وکړ چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره په بې‌ساري انزوا کې ساتل شوی او همدا انزوا د دې لامل شوې چې د پاکستان پرله‌پسې بریدونو ته د نړۍ او سیمې غبرګون کمزوری وي. د هغه په وینا، دا انزوا د تېرو پنځو کلونو د سیاستونو او انتخابونو پایله ده، نه د افغانستان حتمي برخلیک.

اشرف غني د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د یوې پراخې ملي اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ټول افغانان باید له سیاسي،

ده ویلي:«زه چمتو یم چې ددغسې یوې افغاني لازمی ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم. زمان نه درېږي او هره شېبه نوره هغه پخوانۍ لحظه نه ده. دغه لور ته په ګام پورته کولو کې هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې پر هغوی راځي چې په سرټمبګۍ د ملت د ارادې مخ کې درېږي.»

قومي او ژبنیو اختلافونو پرته د هېواد د راتلونکي د ټاکلو لپاره ګډ کار وکړي. نوموړي همداراز اعلان وکړ چې له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته د ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په بیا رغولو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...