Homeخبرونهد یوټیوب لنډو ویډیوګانو ته نوي اسانتیاوې ورزیاتېږي

د یوټیوب لنډو ویډیوګانو ته نوي اسانتیاوې ورزیاتېږي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) یوټیوب اعلان کړی چې په خپلو لنډو ویډیوګانو (یوټیوب شارټس) پلیټفارم کې به په راتلونکو ورځو او اوونیو کې د خپلو کاروونکو لپاره څو نوې اسانتیاوې په تدریجي ډول وړاندې کړي.

د نویو ځانګړتیاوو تر ټولو مهمه اسانتیا «کلیر سکرین» (Clear Screen) حالت دی، چې په مرسته یې کاروونکي کولی شي ویډیو په بشپړ سکرین کې وګوري، په داسې حال کې چې ټولې تڼۍ، لیکنې او نور د کاروونکي د مخ (User Interface) عناصر په موقتي ډول پټېږي، ترڅو ویډیو پرته له مزاحمته وګوري.

یوټیوب همداراز د ۲ برابره چټک پلې‌بېک (2x Playback Speed) اسانتیا هم ورزیاتوي، چې له لارې یې کاروونکي ویډیوګانې په دوه چنده سرعت کتلای شي.

د کاروونکو د تجربې د ښه کولو لپاره، یوټیوب د «تَمبز اَپ» (Thumbs Up) نښه د «هارټ» (Heart) په نښه بدلوي، څو پر ویډیوګانو د خوښې څرګندول لا اسانه او زړه راښکونکي شي.

سربېره پر دې، د ویډیو د غږ بندولو (Mute) طریقه هم ساده شوې ده. اوس به کاروونکي وکولای شي د سکرین په ټکولو ویډیو ودروي او د نوي میوټ تڼۍ په کارولو سره یې غږ ژر بند کړي.

د یوټیوب په وینا، دا ټولې نوې ځانګړتیاوې به په تدریجي ډول د نړۍ ټولو کاروونکو ته وړاندې شي، څو د یوټیوب شارټس کارول لا اسانه، چټک او اغېزمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...