Homeخبرونهد پاکستان یرغل؛ د بریتانیا استازي هم د افغان ملکیانو پر وژل...

د پاکستان یرغل؛ د بریتانیا استازي هم د افغان ملکیانو پر وژل کېدو اندېښنه وښوده

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، د پاکستان د پرله‌پسې بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب وي او ټول ښکېل لوري باید د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي.

لېنډسي د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۸مه) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي او د خلکو د پرله‌پسې مرګ‌ژوبلې له امله ژوره اندېښنه لري.

هغه ویلي، بریتانیا د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي او له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې د نښتو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې ته پام وکړي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د بریتانیا ځانګړي استازي یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو د ژوند ژغورنې او د سیمې د ثبات لپاره د شخړو د پراخېدو مخنیوی ضروري دی.

د هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي چې پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي یرغلونه د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، یونیسف، هند او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، له غبرګونونو سره مخامخ شوي او ټولو د نړیوال بشردوستانه قانون د رعایت او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

4 COMMENTS

  1. دپنجاب هدفی بمبارۍ په پکتیا، بکتیکا او کنر ولایتونو کې عمدا تر سره شوی . شهباز شریف ترهګر او کاسه لېس بیا په کوم اخلاق او سیاسی ظرفیت دایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کوی ؟

  2. خبره یوازی د عام وولس د ظالمانه وژنی په غندنه کی نه ده ( البته افغان لا څه چی هر آزاده او د ویښ وجدان څښتن ته دا ډول حملی د کرکی او نفرت وړ دی) خو اصلی پوښتنه دا ده چی:
    څنګه ممکنه ده په سپینه ورځ په یوه روښانه کوڅه کی د پولیسو او سپاهیانو ( نړیوالو مدعی قدرتونو او قوانینو) په جدّی شتون کی د سیمی یو بدماش کس د نړیوالو قدرتونو د غبرګون له ویری پرته د کوڅی بیوزلی او مظلوم اوسیدونکی وټکوی؟
    داسی ښکاری چی د پاکستان پوځ د لویو قدرتونو په اجازه یا لږ تر لږه د هغوی په رضائیت دا بشری ضد کړنی تر سره کوی.
    تر ټولوځوروونکی او خواګرځنه کیسه لا دا ده چی د ځپل شوی کوڅی مَلَک ( طالب ) په مصئون ځای کی غلی ناست او د متجاز پوځ په وړاندی فقط دا نرمه چیغه تر خولی راباسی چی ها هلکو احتیاط کوی او افغانان مه وژنی، دا لا څه چی د ځپلو افغانانو د آه او فریاد اعتراضی ږغونه ئی هم سانسور کړی دی.
    په هره توګه، افغانان باید د خپل اعتراض د څپو بُرد دومره پیاړی او ګرندی کړی چی د پنجاب او سندھ تر سرحدونو هم تیر او څلور زره کیلو متری واټن ووهی څو د پاکستان د اصلی بادارانو د غوږونو پردې هم ولړزوی.

  3. ها په زيرخانو اوبالاخانوکې ناستو واکمنو!!! وشرميږي خپل اولس مو دخپل بادار بمباريو ته پرلوی ډګر يوازي پريښودلي ځانونه دميرويس خان او احمد خان لمسيان ګڼي او غيرت مو پنجابي داړه مارانو ته صفر دي

  4. دا ټولی لوبی د همدی بریتانیا دی پاکستان هم دوی جوړ کړی، طالب هم دوی جوړ کړی او دا د بمباری د الوتکو پیسی هم بریتانا ورکوی ټوله دسیسه او پلان د پښتنو د قتل عام لپاره جوړه شوی ده. د بریتانیا هدف دا دی چی په پنجاب د دیورند دواړه غاړی خلک له مکتب، روغتون، سړک، مورنی ژبی، بریښنا تعلیم او سواد بی برخی او بیا یی قتل عام کړی پروسه یی نوی شروع کړی او پای ته یی رسوی. لعنت په بریتانیا(انګریز) او دهغه په حرمونی پاکستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...