Homeخبرونهد پاکستان بمباري؛ افغانان د خپلو عزیزانو ویر ژاړي

د پاکستان بمباري؛ افغانان د خپلو عزیزانو ویر ژاړي

د الجزیرې راپور

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) بسم‌الله خان، چې د افغانستان د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د منډي‌خېلو کلي اوسېدونکی دی، د همدې میاشتې په پیل کې له ۱۲ کلونو وروسته، چې د خلیج په هېوادونو کې یې کار کړی و، خپل کلي ته راستون شو. هغه هیله لرله چې د خپل عمر پاتې کلونه به په هغه دوه‌پوړیز کور کې تېر کړي چې د کلونو زحمت او سپما په پیسو یې د خپلو اولادونو او لمسیانو لپاره جوړ کړی و.

خو دا هیله د دوشنبې په سهار، د لمر له راختو مخکې، هغه مهال په څو دقیقو کې نیمه خوا شوه چې د زورورو چاودنو غږونو د ده د کلي سکون مات کړ.

د خان کور د هغو لسګونو ملکي کورونو له ډلې و چې د افغانستان د حکومت په وینا، د پاکستان د شپنیو هوايي بریدونو پر مهال په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په نښه شول. د طالبانو حکومت وایي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه هم د همدومره ملکیانو وژل کېدا تاییدوي.

په مقابل کې، پاکستان ادعا کوي چې ځواکونو یې یوازې د وسله‌والو ډلې پټنځایونه په دقیق ډول په نښه کړي او په دغو عملیاتو کې یې ۲۹ وسله‌وال وژلي دي.

بسم‌الله خان، چې اوس د خپل نړېدلي کور د خټو او تیږو ترمنځ ولاړ دی، وایي لا هم نه پوهېږي چې ولې یې پر کور بمباري وشوه.

هغه په مات غږ وویل: «په کور کې یوازې ښځې او ماشومان وو.» د هغه مېرمن او لور په برید کې وژل شوي او شاوخوا لس نور خپلوان یې ټپیان شوي دي.

هغه وایي: «نه پوهېږم چې ولې زموږ کور په نښه شو.»

د ژغورنې پر مهال دویم برید

د سیمې اوسېدونکي وایي، له لومړني برید څو ساعته وروسته، کله چې خلکو تر کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د راایستلو او ټپیانو د لېږدولو هڅه کوله، سیمه یو ځل بیا بمباري شوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي، میرزا خان ولي، وویل: «موږ د ماشومانو او ښځو په لټه کې وو چې تر کنډوالو لاندې بند پاتې وو. ټپیان مو موټرو ته انتقالول چې روغتون ته یې یوسو، خو بیا مو د الوتکو غږ واورېد. په څو ثانیو کې هغه کسان چې د نورو د ژغورنې هڅه یې کوله، خپله قرباني شول.»

«د دوو وېرو ترمنځ ژوند»

د پکتیکا ولایت د جېلان کلي اوسېدونکې، زرمینه، چې پنځه ماشومان لري، د خپل ویجاړ شوي کور ترڅنګ ناسته ده. په برید کې د هغې مېړه او کوچنۍ لور ژوند بایللی دی.

هغې وویل: «موږ ویده وو چې بمونه راولوېدل. هېڅ خبرداری نه و. کله چې مې سترګې پرانیستې، هر څه له منځه تللي وو.»

زرمینې زیاته کړه: «موږ نه له سیاست سره کار لرو او نه له وسله‌والو ډلو. موږ یوازې بزګران یوو.»

په کونړ ولایت کې هم پولې ته نژدې لسګونه کورنۍ له خپلو کلیو وتلې دي، ځکه د نورو بریدونو وېره لري. د سیمې مشران وایي، ډېری خلک اوس د کورونو پر ځای په ازادو میدانونو کې شپه تېروي او یا له پولې لرې سیمو ته کډه کېږي.

د سیمې یو قومي مشر، مېرخان، وایي: «دلته خلک د دوو وېرو ترمنځ ژوند کوي؛ د جګړې وېره او د خپلو کورونو د ویجاړېدو وېره.»

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی.

پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، څو ځله په افغانستان کې دننه بریدونه کړي او ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) وسله‌وال د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

اسلام‌اباد وایي، په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د TTP بریدونه زیات شوي او امنیتي ځواکونه یې په وار وار په نښه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، د ترهګرۍ پر ضد د دوی عملیات به «په بشپړ ځواک» دوام ولري، څو د هغه په وینا، د بهرنیو له لوري د ملاتړ کېدونکې ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.

په مقابل کې، د طالبانو حکومت د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او پر بې‌ګناه ملکي وګړو برید بللی دی.

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته ژمن دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...