دنمارک
سپېڅلي او د بشپړ باور وړ بهرني ځواکونه وجود نه لري. کېدای شي څوک یې مقدس وبولي او چا ته مقدس وي، خو زما لپاره هېڅ بهرنی ځواک مقدس نه دی.
تاریخ ښيي چې هر لاس تړلی او چاپلوس واکمن، په پای کې، د خپل بادار له لاسه ګیلې او شکایتونه کړي دي، او د هغوی په سپکاوي او حتی له منځه وړلو کې هماغه «بهرني متحدین او دوستان» لاس درلود.
له سکندر، چنګیز او هلاکو څخه نیولې، تر مغل اورنګزېب، نادر افشار، انګرېزانو، روسیې، ناټو او امریکا پورې، ټولو تر هر څه وړاندې د خپلو ګټو او موخو په پام کې نیولو سره عمل کړی دی.
حتی هغو تړونونو، موافقو او ژمنو ته هم وفادار نه دي پاتې شوي چې خپله یې لاسلیک کړي وو، او هر کله چې یې ګټې ایجاب کړې، هماغه ژمنې یې تر پښو لاندې کړې دي.
زموږ د سترګو په وړاندې، میخایل ګورباچوف او روسیې هم وښوده چې پر ژمنو او باورونو تلپاتې تکیه نشي کېدای.
امریکا هم هغه امنیتي تړون ته کوم ارزښت ورنه کړ چې له اشرف غني او ښاغلي اتمر سره یې لاسلیک کړی و.
د حیرانتیا خبره دا ده چې نن سبا هېڅوک د هغه تړون یادونه هم نه کوي.
له ټولو ژمنو او همکاریو سره، او له هغو نیمګړتیاوو او تړاوونو سره، سره چې حامد کرزي له امریکایانو سره لرل، باید ومنو چې د امنیتي تړون نه لاسلیک کول د هغه له مهمو او د تأمل وړ پرېکړو څخه و.
جالبه دا ده چې موږ له تاریخه هېڅ زده کړه نه کوو.
زما په اند، هغه کسان چې د بهرنیو قدرتونو دروازو ته ناست دي، خیمې وهي او له هغوی غواړي چې پر طالبانو بندیزونه زیات کړي، له هغوی سره تعامل ونه کړي، هغوی مهار یا نسکور کړي، یا له تاریخه هېڅ درس نه لري، او یا په ښکاره د پردیو په نیابت ویاړي او په لوړ غږ وایي: «باداره! زه تیار یم؛ رسۍ ستا، غاړه زما. راځه، تیار یم، له ما سره معامله وکړه.»
دغه څېرې له بهر څخه د خلکو، بشري حقونو، د ښځو د زده کړو، تعلیم او کار د حق خبرې کوي، خو له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې هغه څه باندې څلوېښت میلیونه خلک چې د هېواد دننه ژوند کوي، آیا دوی یې د خپلو استازو او ویاندویانو په توګه مني که نه؟
آیا دغو کسانو کله هم خپلو کلیو او ولسوالیو ته سفر کړی، څو خلک د خپلو مشروع حقونو په اړه وپوهوي او عامه پوهاوی رامنځته کړي؟ ماته خو داسې ښکاري چې دوی غواړي نړیوال پوه کړي، نه د افغانستان ورسته پاتې ولسونه!
مشروع بدلون باید له خپلو خلکو وغواړو، نه له بهرنیانو او نړیوالو څخه، او باید پر خپلو خلکو تکیه وکړو، نه د بهرنیو قدرتونو پر زور او ځواک.
بدلون، سوله او سوکالي هغه مهال پایدار او مشروع وي چې د خلکو په ملاتړ رامنځته شي، نه دا چې د بهرنیانو په مټو او د نیمو شپو معاملې او پرېکړې پر خلکو وتپل شي.
تر هغو چې خلک خپل برخلیک په خپله ونه ټاکي، بل څوک یې ورته نه شي ټاکلی.