شاهمحمود میاخېل
د طالبانو لوړ پوړي او ښکته پوړي جارواکي هر بهرني سفر او له بهرنیانو سره ناستې او حتی د بهرنيو سیلانیانو سره عادي مجلسونو ته، لاسته راوړنه وایي او فکر کوي چې دنیا به دوی په رسمیت وپیژني. فکر نه کوم دا ناستې یا غونډې که په بهر کې وي یا د افغانستان په داخل کې، د دې سبب شي چې طالبانو اړونده اداره په رسمیت وپیژندل شي. ښه مثال یې د یوناما د ماموریت تمدیدول دي چې طالبانو «حاکمې» ادارې ته په افغانستان کې د «اړوندې» ادارې نوم ورکړ ځکه چې په تیرو پنځو کلونو کې طالبانو ونه کړې شول چې په کور دننه رواني، بشري، فزیکي او سیاسي امنیت تامین او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.
مرموزې وژنې، اختطافونه، غلاوې، رشوت، د مخدروه موادو قاچاق، د معدنونو چور، د تعلیم او په خاصه توګه د ښځو د تعلیم مخنیوی، د بیان د ازادۍ او نورو بشري حقونو نه سرغړونه، فقر، بیکاري، د ملګرو ملتونو لخوا د دوی د مشرانو نومونه په تور لست کې ساتل، او د پاکستان هوایي بمبارېو د طالبانو حاکمیت د پوښتنې لاندې راوستې دی، نو ځکه ورته د افغانستان د حاکمې، De facto Authority په عوض د اړوندې ادارې، Relevant Authority ، نوم ورکړ. د طالبانو د حاکمیت او نفوذ ساحه ورځ تر بلې په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې په داخل د افغانستان او هم په نړیواله کچه کمیږي یا د طالبانو هغه اعتبار چې پنځه کاله د مخه یې درلود، اوس د افغانانو او هم د نړۍ په کچه نه لري.
طالبان د دې پر ځای چې په دغه استخباراتي او مقطعي مجالسو باندې وخت ضایع کوي، مهمه دا ده چې د یو قانوني، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي تر څو ټول افغانان په خپلو منځو کې او هم د سیمې او د نړۍ هیوادونو سره نارمل تعلقات د افغانستان د خیر لپاره ولري. د ولسي او ملي مشروعیت په رڼا کې، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي. که نه سږکال دوبۍ به دوی وګوري چې څه پېښیږي او څنګه به د جګړو اور په افغانستان کې زیاتیږي.
د دې لپاره چې د بهرنیانو دروازې د ملاقاتونو لپاره ټکوي، ښه دا ده چې د خپلو افغانانو دروازې د مشروع، ولسواکه او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره وټکوي او یوه واقعي لویه جرګه راوغواړي چې د افغانستان د ټولو سیمو او اقشارو استازولي وکړې شي تر څو یو قانوني او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره لاره هواره شي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول