Home+محرقه (وچکۍ) څرنګه ناروغي ده؟

محرقه (وچکۍ) څرنګه ناروغي ده؟

لیکنه: ډاکټر ش میره‌کی

  د هيواد په اکثرو  ولايتونو كې هوا ډيره ګرمه شوې ده، په دې فصل كې كولرا (وبا)، محرقه (وچکۍ) او داسې نورې ناروغي زیاتې وي.

محرقه (وچکۍ) یا Typhoid

وچکۍ یوه مستقیمه ساري ناروغي ده چې په مستقيمه توګه له یو شخص نڅخه بل ته سرایت کوي.

دا ناروغي هر كال سلګونه زره خوار او غریب خلک  په ټوله نړۍ کې وژني.

د دې ناروغۍ عامل يو ډول ميكروب دى (Salmonella Typhi) چې د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي. په دې معنا چې دا ميكروب د انسان د مدفوعاتو (غایطه موادو) له لارې چاپيريال ته انتشار كوي او نور انسانان د دې مدفوعاتو په وسیله د چټل شويو خوړو او اوبو، له لارې په دې ناروغۍ اخته كيږي.

د وچکۍ ناروغي هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چې بې له شكه گڼ شمير خلک په تېره بیا كوچني ماشومان د مرګي منگولو ته سپاري.

په داسې حال كې چې د دې ډول ناروغيو مخنيوى د ټولنې د پوهې د سطحې له لوړتيا سره كلك تړاو لري خو په دې برخه كې تر ټولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه دی.

په دې كې شك نشته چې د جنگ په حال كې د جنګ “موفقانه” ختمول تر هر شي  لومړیتوب لري.خو د دې تر څنګ ښونه اوروزنه، روغتيا، كور-كالي-ډوډۍ او د هيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته هم ډيره اړتيا ليدل كيږي. يو د دې سترو اساسي او زيربناىي ساختمانو له جملې نه په ښارونو كې په عصري ډول د مناسبو بدرفتونو جوړول ” sewage treatment plant”یا “sewage treatment works” یا “کانالزیسیون” او په كلو كې د نړيوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي٠

يو خورا ضروري او حتمی عادت چې هر وگړى یې بايد زده كړي هغه دا دی چې تر رفع حاجت وروسته او له خوړو سره تر تماس دمخه خپل لاسونه حتما ومينځئ (كه صابون موجود وي حتماً له صابون نه كار واخلئ.)

د انساني مدفوعاتو نه د سرې يا پارو په توگه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وگڼل شي،ځكه چې په دې توگه ناروغي انتشار كوي.

كه بله چاره نه وي نو پیشوګانو څخه یې زده كړئ خداى ج دې حيوان يعنې پشو ته داسې عادت ور په برخه كړی چې خپل مدفوع تر خاورو لاندې خښوي. خو ځينې انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په مهال داسې يوې ويالې ته ور اچوي چى هلته كوز نور خلك ترې اوبه څښي٠

په وچکۍ اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟

په داسې حال كې چې په وروسته پاته ټولنو كې د ميکروبي ناروغيو شمير كم نه دی د وچکۍ پيژندل او تشخيص هم اسان كار نه دی.

په وچکۍ اخته کسان چې درملنه یې شوې نه وي د څلورو اونیو لپاره د دې ناروغۍ اعراض او علايم څرگندولی شي٠

په لومړی اونۍ كې ناروغ د تبې، د اشتها كموالى، د خولې بد خوند، سردردي، ستړیا، د ګېډې درد او د ټوخی نه شكايت كوي.

یعنې د ناروغ د زړه حركات بطی شي (bradycardia)، كيدى شي چې د پوزې نه يې وينه راشي .

د وينې معاينه:

د وينې سپين گردي (WBC) سپین کرویات لږ شي، د وينې كلچر كولى شي چې د ناروغۍ عامل تثبيت او ښكاره كړي.

د widal test چې يو لابراتواري معاينه ده لا منفی وي.

په دويمه اونۍ كې ناروغ په بستر كې ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرې  هم كوي ،هزيان اوچټياټ وايي او چيغی وهي.

تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجې پورې پورته شي چې معمولا تر غرمۍ وروسته په ماسپښين كې لوړې درجې ته رسيږي. كيدى شي چې ناروغ قبضيت يا اسهال (ناست ناستي) ولري.

كلڅه ناروغ د ډاکټر  لخوا وكتل شي لاندنې علايم د ليدلو وړ وي:

تبه،د پوستكي سره داغونه (rose spots)،د لړمون (ځیګر یا اینه)  او توري غټوالى (Hepatosplenomegaly)

د گيډې درد  او د كولمو د غږ جگوالى،د نبض ټیټدل (معمولاً كلڅه ناروغ تبه ولری د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دې ناروغۍ اخته وگړو زړه دا توان نه لري)

د وينې معاينه:

په دويمه اونۍ كې د Widal test شديداً مثبت شي او د وينې كلچر كيدی شي چې لا هم د ميكروب موجوديت ثابت كړي.

درېيمه اوونۍ:

تبه لاهم موجوده وي خو پدې اونۍ كې د اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.

تر تولوخطرناك اختلاط يا complication د وړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation

دى چې خاصتاً په وروسته پاته ټولنو كې د مړينې سبب كيدى شي.

د كولمو خونريزي د مغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنځته كيدى شي.

څلورمه اوونۍ:

پدې اونۍ كې ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي او تبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتي بيوتيك په وسيله تر معالجې لاندې راغلى وي، د دې خطر شته چې ناروغي تكرار شي (Relapse).

سرايت:

لكه چې مخكې هم يادونه وشوه د محرقۍ د ناروغۍ عامل ،ددې ناروغۍ د اخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو د مصرف له امله چې ددې ناروغ د مدفوع سره په مستقيم تماس كې راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو اويا په ورته نورو وسايلو ككړ شوی وي، اخته كيږي.

٣-٥ سلنه هغه ناروغان چې د دې ناروغۍ نه روغتیا ومومي په دوامداره ډول د ټول عمر لپاره د محرقۍ د مرض عامل، پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كې او چاپيريال ته خپروي.

مخنیوی؛

په ښونځو كې ښونکي صاحبان، په جوماتو كې ملاصاحبان او په ميډيا كې د هغو چلونكي ايمانئ  او وجدانئ مسوليت لري چې خلكو ته د پاكي او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي.

قدرمنو خلكو :د خپل روغتیا د ستر دښمن لپاره باید د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځای كولو په صحي توگه ،كشف يا اختراع كړي.

هغه افغانان چه له امريكا،ي ورپ او استراليا نه پس له ډيره وخته افغانستان، پاكستان، هند، ايران ،سعودي، مركزي اسيا او يا جنوب شرقي اسيا ته سفر كوي بايد خپل ډاكټر ته ورشي او واكسین واخلي. واكسین دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت کې بايد تكرار شي.

درملنه:

په مختلفو هيوادونو كې مختف انتي بیوتيكونه استعماليږي. د خپل ډاکټر  هدايت مه هيروئ.

ځينې خلك په دې عقيده دي چې محرقه په ملاريا يا ملاريا په محرقې بدليږي. دا يو غلط نظر دى.

دغه راز يو گڼ شمير نور ميكروبي ناروغي شته چې محرقې ته ورته دي. ستاسو ډاكټر كولى شي په دې هكله در سره مرسته وكړي.

بعضې وگړي د هرې تبې سره د ډاكټر  نه غواړي چې د محرقې لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چې د محرقې د تشخيص خورا با اعتباره ياgold standard ټست په وينه كې د ميكروب منل يا د شتون اثبات دى چې دا معاينه د وينې د كلچر په مرسته سرته رسيږي خو يوازې په دوو لومړيو اونيو كې په وينه كې د محرقې د ميكروب شتون توقع كيدی شي ( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا)

تر هغى وروسته، سره له دې چې ناروغ په محرقې اخته هم وي مګر په وينه كه د ميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.

د ناروغۍ په دويمه اونۍ او تر هغې وروسته مياشتو او كلونو کې،په بدن كې د محرقۍ د عامل يا salmonella typhi د موجوديت غير مسقيم علايم (a positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چې متاسفانه دا ټسټ يا دا معاينه د يوه فعال او تازه ناروغ د شتون او يا د محرقې د ناروغۍ تر منځ چې پخوا تيره شوې او ناروغ ترې روغتیا موندلې وي، فرق كولى نه شي.

نتيجه دا چې د يوه مجرب ډاکټر  په مرسته د محرقۍ لومړی تشخيص او درملنه خورا مهم ده او لابراتواري معاينات هله رارسيږي چې ناروغ مخ په روغتیا او يا هم تشخيص نادرسته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...