Homeخبرونهد عبدالقاهر بلخي په مشرۍ پلاوي د بروکسل سفر پای ته ورساوه

د عبدالقاهر بلخي په مشرۍ پلاوي د بروکسل سفر پای ته ورساوه

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) د امارت د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی پلاوي له اروپايي چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته بروکسل ته خپل سفر پای ته رسولی دی. دغه پلاوی د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته تللی و او هلته یې د قونسلي خدمتونو او د افغان کډوالو د ایستلو (اخراج) په اړه له اروپايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه پلاوي مشري د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر غاړه لرله.

د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو او استازو سره په یو شمېر دوه‌اړخیزو او څو‌اړخیزو غونډو کې ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، خبرې اترې په اروپا کې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو پر بیا پیل، له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، او د هغو افغانانو د وضعیت پر ارزونه متمرکزې وې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

په هغه لیک کې چې د اروپايي کمېسیون له لوري عبدالقاهر بلخي ته استول شوی او خبري اژانس رویټرز لیدلی، راغلي چې د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز به «د هغو افغان اتباعو پر بېرته ستنولو او بیا منلو وي چې په اروپايي ټولنه کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به «د دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د لا واقع‌بینانه او دوامدارو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.»

سره له دې چې بروکسل ته د افغان پلاوي دا سفر، د افغانستان واکمنې ادارې ته یو امتیاز ګڼل کېږي او دا ښيي چې اروپایان اړ شوي پر افغانستان اوسنۍ واکمه اداره د یوه واقعیت په توګه ومني، خو تر څو چې د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو په اړه خپلې پالیسۍ اصلاح نه کړي، باور نه کېږي چې د افغانستان نړیواله انزوا دې کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...