د طالبانو پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره د افغان کډوالو او قونسلۍ خدمتونو په اړه خبرې وکړې
تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د دوی یوه پلاوي د سېشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له کارکوونکو سره د بندو دروازو تر شا خبرې کړې دي. د دغو خبرو اصلي موضوعات د افغانانو لپاره قونسلي خدمتونه او افغانستان ته د کډوالو «په عزت ستنېدل» وو.
افغانان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو له سترو ډلو څخه شمېرل کېږي، خو د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو زیاتره حکومتونه غواړي د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک او پراخ کړي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي یا په کوربه هېوادونو کې یې جرمونه کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د پنځه کسیز پلاوي مشر عبدالقهار بلخي، وویل: «دا یو تاریخي سفر و، ځکه په لومړي ځل د اسلامي امارت یو پلاوی اروپايي ټولنې ته راغی او په بروکسل کې یې له غړو هېوادونو سره خبرې وکړې.»
بلخي زیاته کړه چې په خبرو کې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د افغانانو لپاره د پراخو قونسلي خدمتونو پر بیا پیل، د باور جوړونې اقداماتو، قونسلي حضور او د افغانانو په عزت ستنېدو پر بهیر هم بحث شوی دی.
دا غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه ناڅرګند ځای کې شوې وه. بروکسل د اروپايي ټولنې او ناټو مرکز هم ګڼل کېږي.
د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې
د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا ډول لیدنې ښايي په اروپا او افغانستان کې د افغانانو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) څېړونکې، فرشتې عباسي ویلي: «له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید د بشري حقونو رعایت کېدو او حساب ورکونې ته لومړیتوب ورکړل شي، نه دا چې خلک بېرته خطر ته واستوي.»
هغې زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه له یوې خوا د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې غندي او د حساب ورکونې غوښتنه کوي، خو له بلې خوا له همدې ډلې سره د افغانانو د جبري ستنولو لپاره همکاري کوي.
د طالبانو د نړیوالې انزوا د کمېدو نښه
که څه هم د اروپايي ټولنې هېڅ غړي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو دا غونډه د طالبانو د نړیوالې انزوا د کمېدو یوه کوچنۍ نښه بلل کېږي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر Maxime Prévot وویل چې بلجیم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د اروپايي ټولنې د غوښتنې له مخې یې د هغوی د پلاوي غړو ته ویزې ورکړې دي.
هغه ټینګار وکړ: «بلجیم نه شي کولی هغه رژیم ته مشروعیت ورکړي چې د جدي بشري حقونو د سرغړونو له تورونو سره مخامخ دی. د غونډې د ترسره کېدو زمینه برابرول د طالبانو په رسمیت پېژندل یا مشروعیت ورکول نه دي.»
د افغانانو د ایستلو لپاره اروپايي فشار
د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا غونډه د اروپايي ټولنې د ډېری غړو هېوادونو د غوښتنې پر اساس جوړه شوې ده. نوموړي وویل چې د غړو هېوادونو غوښتنه دا ده چې د هغو کسانو د ستنولو بهیر چټک شي چې جرمونه یې کړي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې دا «تخنیکي اړیکې» دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی
افغانستان په تېرو دوولسو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا درې میلیونه افغانانو د بېرته ستنېدو شاهد و. ډېری دغه کسان په جبري ډول ایستل شوي، چې له مخکې موجود اقتصادي او بشري بحران یې نور هم ژور کړی دی.
په همدې حال کې طالبانو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي؛ د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو بندیز، د ښځو د کار محدودویت او د عامه ژوند په ډېرو برخو کې د هغوی پر فعالیتونو بندیزونه لا هم دوام لري.
د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د اروپايي بنسټونو د دفتر مشرې ویلي چې اروپا باید داسې هېواد ته خلک ونه لېږي چې وضعیت یې د پخوا پرتله لا خطرناک شوی دی.
د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې په وروستیو کې د کډوالۍ د قوانینو د سختولو لپاره پراخ اصلاحات تصویب کړي، څو د اخراجونو کچه لوړه کړي او د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي. طالبان هم هیله لري چې د دغو تماسونو له لارې خپله نړیواله انزوا کمه او بشري او اقتصادي مرستې زیاتې کړي.