ژوند مو د لوړو او ژورو ټولګه ده، چې انسانان د ژوند په بېلابېلو مراحلو کې له ستونزو، خوږو او ترخو سره مخ کېږي؛ خو د دې ټولو مرحلو سره مخ کېدل انسان په دروني لحاظ پخوي. کله کله انسان ډېر څه غواړي؛ خو ترلاسه کولای یې نه شي، دا څو لامله لري د ځینو څیزونو ترلاسه کول زموږ په منډو ترړو او هلوځلو ترلاسه کېږي او ځینې یې بیا د انسان له وسه پورته وي، چې هغه د داسې ذات په وس پوره وي، چې له هغه سره د هېڅ څیز کمښت نه شته؛ بلکې هغه ستر ذات د هر څه ورکوونکی دی، کله چې له هغه د هر څه غوښتنه په رښتیني توګه وکړو هغه یې له نشته، شته کوي او له خپل غیب څخه یې په موږ لوروي.
هغه ډېر مهربانه او رحیم ذات دی، چې کله یې له دروني احساسه ترې غوښتنه وکړې؛ نو په هغه غوښتنه کې سکون وي او بیا یې چې هره لورېینه راباندې وشي؛ موږ ته د شکرانې، ارامښت، صبر، لورېینې، خواخوږۍ او ښېګڼې احساس را کوي.
ډېری انسانان ډېر څه لري؛ خو د یو څو شیانو په نه درلودلو سره ځان نېستمن ګڼي؛ خو ځينې انسانان ډېر څه نه لري؛ خو د ژوند لږ څه لري ځان شتمن ګڼي. دا احساس په ډېرو کمو انسانانو کې وي، چې دې اړخونو ته متوجه وي، انسان یوازې د دې لپاره نه دی پیدا چې په ټولنه کې د فردي غوښتنو ترلاسه کولو سره هر څه سم او ځان شتمن وګڼي؛ خو فرد د ځان، کورنۍ او ټولنې په وړاندې مسوولیتونه لري، که سړی فکر وکړي، چې انسان الله پاک دې نړۍ ته د ځینو دندو لپاره رالېږلی دی؛ خو کم انسانان دې ته متوجه کېږي، چې زه یوازې د دې لپاره نه یم پیدا چې هر څه ته د خپل ذوق او ځاني تسکین لپاره وګورم. ځینې وخت ستا خوبونه ژر نه رښتیا کېږي؛ خو داسې فکر ونه کړې، چې دعا دې نه ده اورېدل شوې؛ بلکې دعا دې اورېدل کېږي؛ خو تاته ډېر نور مسوولیتونه ګوري، چې د هغه مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره هم ته پیدا یې او هغه خوبونه رښتیا کېږي، چې ډېر انسانان ورته شپې سبا کوي؛ خو د دې لپاره رب ته انتخاب کړی یې، چې د دې چارو د ترسره کولو وروسته بیا دا نور خوبونه به دې هم رښتیا شي. موږ تل په هره مسله کې تادي کوو، چې هر څه په یو وخت کې ترلاسه کړو؛ خو د رب فیصلې بیا بېلې وي، چې کله انسان ورته د حقیقت له عینکو د ژوند اړخونو ته وګوري؛ نو هله د ژوند په رښتیني مانا پوه شي، چې ژوند یوازې د دې څو شېبو تېرېدنه نه ده؛ بلکې ژوند د مختلفو اړخونو، ستونزو، خوښیو، غوښتنو او بېلابېلو خوبونو ټولګه ده، چې رب به مو هر هیله او غوښتنه د وخت په تېرېدو سره پوره کړي. یو ورځ به مو هغه خوبونه رښتیا شي، چې موږ ورته شېبې شمېرو.