Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې قرارداد لاسلیک...

د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې قرارداد لاسلیک شو

تاند (سه شنبه د چنګاښ/سرطان ۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې قرارداد له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره لاسلیک شو.

د دغه قرارداد مالي ارزښت څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانۍ دی.

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې چې، دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبل‌السراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.

حق‌شناس ویلي چې، په دې پروژه کې د ۵ نویو پلچکونو جوړول، د ۳۳ پلچکونو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټره ویالو جوړول هم شامل دي.

په ورته مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي چې، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیار سره سم، په خپل وخت بشپړ شي.

د مالوماتو له مخې دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.

د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

1 COMMENT

  1. د سالنګ د سړک کیسه خلاصه نه شوه. دا ۳۰ کاله زه د سالنګ د سړک د بیارغونې، پخولو، پراخولو، معیاري کولو، اسفالټ کولو، کانګریټولو خبر اورم. ټول ټال ۱۵ کیلومیټره لار هم نه ده. دومره پیسې چې په دې رغونو مصرف شوې کیدای پر ځای یې دوه لینه ټونل ویل شوای وای. الله ته پر موږ ورحمیږي او د کار کولو توان راکړي او نور مو له نړیوالې ګدایي څخه خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...