شنبه, جون 29, 2024
Home+په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون ماته پیل شوه

په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون ماته پیل شوه

له نن څخه ۲۱۲ کاله پخوا په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون پوځ ماته او شاتګ پیل شو.

د ناپلیون پوځ د ۱۸۱۲ کال د جون په ۲۴ پر روسیې یرغل پیل کړ او د هماغه کال د دسمبر تر ۱۴ پورې همالته پاتې شو.

د دې حملې اصلي دلیل د بریتانیا د اقتصادي محاصرې پر سر له ناپلیون سره د روسیې د څار نه جوړجاړی و.

خو ناپلیون په سمولینسک او بوردوینو جګړو کې له بریالیتوب او د مسکو له نیولو  وروسته له دې له ماتې سره مخامخ شو چې په مسکو کې اور بل شو او د ده (ناپلیون) د ځواکونو خوراکي مواد کم شول.

ناپلیون څرنګه واک ته ورسېد؟

د ۱۸ م پېړۍ د نهمې لسيزې وروستی کال یعني ۱۷۸۹ کال و. شپاړسم لويي (Louis XVI) د فرانسې پاچا و. دی د فرانسې د شاهي حکومت وروستی پاچا و. د شپاړسم لويي (Louis XVI) د واکمنۍ پر مهال د فرانسې د شاهي حکومت خزانه د فساد او اختلاس له امله خالي شوې وه، له کلونو راهيسې د خلکو د کر- کيلې حاصلات بې خونده او کم شوي وو، وچکالي اقتصاد سخت اغېزمن کړی و، د خوراکي موادو بيې لوړې، حيواناتو ته بيلا بيلې ناروغۍ ورپېښې او په لويه کې د لېرې پرتو سيمو وګړو ترمنځ ناارامي او بېوزلي خپره شوې وه.

ډېری خلکو د حکومت له خوا د ډېرو ماليې له اخیستلو او د ستونزو له نه حل شکایت کاوه. په ۱۹۸۶ کال، د فرانسې د شاهي حکومت لوړپوړي مامور چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne) د ماليې په اړه يو عمومي پلان وړاندې کړ، چې د ټولنې له اشرافي او امتيازې طبقې به هم په کې ماليې اخېستل کيږي. پاچا، شپاړسم  لويي د چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne) پلان په اړه د فرانسې حکومت د روحانيونو، منځني کلاس او شريفې طبقې جرګه چې هغه وخت يې نوم، Estates-General و، را وغوښتله. دې جرګې د فرانسوي ټولنې د شکايت لرونکو او ځورېدلو ډلو خلک وبلل چې د خپلو ستونزو نوملړ جوړ او دوی ته يې وړاندې کړي.

د فرانسې عوام چې Third Estate بلل کېدل له حکومته سخت ناراضه وو او شمېر يې هم د ټول نفوس ۹۸ سلنې ته رسېدلی وو. دغه طبقه يا اکثريت عوام په شاهي حکومت کې د لږکۍ شريفې طبقې يا noble له امتيازونو سره مخالف وو او غوښتل يې چې ټول بايد له مساوي حقونو او په حکومت کې له مساوي برخې اخېستنې برخمن شي. د عوامو يا  Third Estate پرله پسې شکايتونه او اعتراضونه سبب شول، چې په فرانسه کې خلک په سياسي او ټولنيزه برخه کې وېښ او فعال شي او دې ټولو د فرانسې انقلاب يا پاڅون لته لاره هواره کړه.

په فرانسه کې د خلکو پاڅون، چې د فرانسې په انقلاب مشهور دی، د ۱۷۸۹ کال د مې مياشتې په پنځه نڼېټه پيل شو او د ۱۷۹۹ کال د نوومبر په نهمه نېټه پای ته ورسېد. تاريخ د فرانسې انقلاب عمر لس کاله، شپږ مياشتې او څلور ورځې ثبت کړی دی.

د فرانسې د انقلاب په پايله کې د اساسي قانون اړوند شاهي حکومت جوړ او پخوانی شاهي نظام چې اشرافي يا aristocratic وو له منځه لاړ. د فرانسې انقلاب په پايله کې ژور ټولنيز بدلون راغی. په لومړي وار عامو خلکو په حکومتي چارو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

له انقلاب وروسته د انقلاب بريالی پوځي قومندان ناپلیون بناپارت Napoleon Bonaparte واک ته ورسېد، امپراتوري يې جوړه او له ډېری اروپايي هېوادونو سره يې جګړې پيل کړې. د ۱۷۹۹ کال د نوومبر په نهمه نېټه ناپلون بناپارت د انقلاب پر مهال جوړه شوې پنځه کسيزه شورا لغوه اعلان کړه او واک يې په لاس کې واخیست. له دې سره د فرانسې انقلاب، چې ټولنيزه او سياسي وېښتيا يې منځته راوړې وه پای ته ورسېد او په فرانسه کې د ناپلیون بناپارت دور شروع شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب