Homeخبرونهقزاقستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې واستولې

قزاقستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې واستولې

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جوزا ۳۱ مه) د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال، سیرک ژومانګارین کابل ته د خپل سفر پر مهال افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې وسپارلې.

د راپورونو له مخې، په دې مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات شامل دي. همداراز، د قزاقستان د ډاکټرانو یو پلاوی هم افغانستان ته راغلی چې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د قزاقستان د مرستو په پېټي کې د ویروس ضد درمل، د شکر ناروغۍ د کنټرول درمل، د هاضمې او د زړه او رګونو ناروغیو درمل او نور طبي تجهیزات شامل دي.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال ویلي چې دا مرستې د دغه هېواد د ولسمشر په لارښوونه استول شوې او د افغان ولس د ملاتړ لپاره د آستانې د دوامدارې تګلارې برخه ده.

د راپورونو له مخې، د مرستو ډېره برخه د رېلګاډي له لارې د بلخ ولایت د حیرتان بندر ته لېږدول شوې، په داسې حال کې چې ځینې درمل او طبي توکي له قزاقستاني پلاوي سره له هوايي لارې کابل ته رسېدلي دي.

دا مرستې په داسې وخت کې افغانستان ته رسېږي چې د پاکستان د لارو د بندېدو له کبله د درملو په برخه کې افغانستان څه نا څه ستونزې لري.

د پاکستان د درملو د وارداتو له بندېدو وروسته که له یوې خوا د درملو کمښت احساسېږي، له بلې خوا د جعلي یا بې کیفیته درملو په اړه د خلکو شکونه کم شوي او همداراز د درملو داخلي تولید زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...