Home+شعریت، تخلیق او تجرید: د قیصر اپریدي د مقالې «پښتو کښې غېر...

شعریت، تخلیق او تجرید: د قیصر اپریدي د مقالې «پښتو کښې غېر تخلیقي شاعري» انتقادي لوست

لیکوال: ع ارمان

ادبي نقد هغه مهال خپل علمي اعتبار ترلاسه کوي چې د یوه متن یا نظریې له ستاینې او رد څخه وړاندې د هغې د فکري جوړښت د درک کولو هڅه وکړي. د نقد موخه یوازې دا نه ده چې یوه نظریه سمه یا ناسمه وبلل شي، بلکې دا هم ده چې وښودل شي یوه نظریه له کومو فکري سرچینو راولاړېږي، کومې پوښتنې مطرح کوي او د ادبي واقعیت د تشریح لپاره تر کومه حده وړتیا لري. همدا علت دی چې د “قیصر افریدي” د «پښتو کښې غېر تخلیقي شاعري» په څېر مقاله د یوې عادي ادبي لیکنې په توګه نه، بلکې د یوې نظري مداخلې په توګه د لوستلو وړ ده. ځکه قیصر صاحب دلته یوازې د څو شاعرانو یا څو شعرونو په اړه قضاوت نه کوي، بلکې د شاعرۍ د ماهیت په اړه یوه بنیادي پوښتنه راپورته کوي: آیا هر موزون او مقفی کلام شعر دی، او که د شاعرۍ د هنري ارزښت لپاره نور شرایط هم اړین دي؟

قیصر صاحب! د شاعرۍ دننه د «شاعرانه» او «غیر شاعرانه» عناصرو د تفکیک هڅه کوي او استدلال کوي چې د شاعرۍ ټول مواد په یوه اندازه تخلیقي نه دي. د ده په اند د شعر اصلي سرچینه هغه محسوسه انساني تجربه ده چې په یوه مشخص حالت، کردار یا صحنه کې راڅرګندېږي. هر ځای چې شاعر د ژوند د یوې تجربې هنري انځور وړاندې کوي، شعریت رامنځته کېږي؛ خو هر ځای چې شعر یوازې د مفاهیمو، نظریاتو، اخلاقو، فلسفې یا تصوفي ویناوو په بیان بدل شي، د شعریت اندازه پکې راکمېږي.

د هغه د استدلال مرکزي ټکی دا دی چې شعر باید تجربه وزېږوي، نه دا چې یوازې مفکوره انتقال کړي. د ده په باور د «اخلاص»، «تقوا»، «عشق»، «فنا»، «جهان» او ورته مفاهیمو مستقیم بیان شاعري نه ده. دغه مفاهیم باید د انساني ژوند په یوه مشخصه تجربه کې مجسم شي. په بل عبارت، شاعر باید مفکوره محسوسه کړي. ځکه خو هغه پر کردار، حالت، جزئیاتو او انځور ډېر ټینګار کوي. د ده په اند د هنر اصلي قوت په همدې انضمامي او محسوس طبیعت کې نغښتی دی.

د دې نظریې تر شا یوه مهمه فرضیه پرته ده. قیصر صاحب! په اصل کې باور لري چې هنر د ژوند له عیني تجربې زېږي. هغه شعر د فکشن له نړۍ څخه په بشپړه توګه نه بېلوي او داسې انګېري چې هغه عناصر چې په ناول او کیسه کې د تخلیقيت وجه ګرځي، په شعر کې هم مهم رول لري. ځکه خو د ده په مقاله کې د کردار او تجربې اهمیت تر نورو عناصرو زیات ښکاري. له همدې امله هغه د پښتو شاعرۍ د یوې برخې په اړه دا اعتراض مطرح کوي چې هلته شعر د ژوندۍ تجربې پر ځای د مفکورې د انتقال وسیله ګرځېدلی دی.

په حقیقت کې د قیصر صاحب! د مقالې اصلي موخه د شاعرۍ د ارزښت کمول نه دي، بلکې د شاعرۍ او منظومې وینا ترمنځ د توپیر مسئله راپورته کول دي. هغه غواړي وښيي چې وزن او قافیه په خپله د شعریت ضمانت نه شي کېدای. د ده په باور د شعر هنري ارزښت باید د هغه د تجربوي او تخلیقي ځواک له وجې وارزول شي، نه یوازې د هغه د ظاهري جوړښته. له همدې امله د مقالې اصلي اهمیت د هغې په حکمونو کې نه، بلکې په هغې پوښتنه کې دی چې مطرح کوي: د شاعرۍ جوهر په څه کې نغښتی دی؟

مګر د دې نظریې په اړه یو شمېر مهمې پوښتنې هم راولاړېږي. که د ده استدلال ومنو، نو باید دا هم وپوښتو چې آیا شعریت واقعاً یوازې د محسوسې تجربې له لارې تعریفېدای شي؟ آیا انتزاعي مفاهیم په ذاتي ډول غیر شاعرانه دي؟ آیا د شعر تخلیقيت د فکشن له تخلیقيت سره یو شان ماهیت لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې د قیصر صاحب د مقالې د انتقادي لوست په وخت ذهن ته راځي.

 د  ده د نظریې لومړۍ ستونزه دا ده چې هغه د شاعرانه او غیر شاعرانه موادو ترمنځ یو ډول جوهري توپیر فرضوي. د مقالې له عمومي استدلال څخه داسې ښکاري چې ځینې موضوعات او مفاهیم په ذاتي ډول شاعرانه دي او ځینې نور په ذاتي ډول غیر شاعرانه. په دې کې یوه نظري ستونزه دا هم ده چې د معاصرې ادبي تیورۍ له مخې شعریت د موضوع خاصیت نه دی، بلکې د ژبې د کارونې ځانګړنه ده. په دې معنا «مرګ»، «وطن»، «خدای»، «اخلاص» او «فنا» په خپله نه شاعرانه دي او نه غیر شاعرانه؛ د شاعرانه کېدو یا نه کېدو مسئله د بیان له طریقې سره تړاو لري. که یوه موضوع په هنري ژبه وړاندې شي، شعري کیفیت ترلاسه کوي، او که په عادي ژبه وړاندې شي، هماغه کیفیت له لاسه ورکوي.

دویم اعتراض د شعر او فکشن ترمنځ د اړیکې په اړه دی. اقیصر صاحب! د شاعرۍ د ارزونې لپاره تر ډېره د فکشن معیارونه کاروي. د کردار، صحنې او تجربې پر اهمیت د هغه ټینګار هم له همدې ځایه سرچینه اخلي. خو د ادبي ژانرونو د مطالعې تاریخ ښيي چې شعر او فکشن که څه هم دواړه تخلیقي ادب دی، خو د تخلیقيت لارې یې یو شان نه دي. ناول او کیسه عموماً د روایت، پېښو او کردارونو له لارې معنا رسوي، خو شعر کولای شي یوازې د ژبې، موسیقیت، استعارې او تخیل له لارې خپل هنري اغېز رامنځته کړي. له همدې امله د فکشن معیارونه په بشپړه توګه پر شاعرۍ نه شي تطبیقېدای.

دریم اعتراض د تجرید او شعریت ترمنځ د اړیکې په اړه دی. قیصر صاخب! داسې انګیري چې هر څومره شعر له محسوسې تجربې څخه لرې کېږي او د مفاهیمو او نظریاتو لور ته نږدې کېږي، هماغومره له شعریت څخه فاصله اخلي. خو د نړۍ د شاعرۍ تاریخ دا دعوه په بشپړه توګه نه تأییدوي. د حافظ، رومي، ایلیټ، اقبال او ګڼو نورو شاعرانو آثار له فلسفي او انتزاعي مفاهیمو ډک دي. سره له دې، د نړۍ د شاعرۍ له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي. دا موږ ته راښيي چې تجرید په خپله د غیر شاعرۍ معنا نه لري.

رومن یاکوبسن، چې د شلمې پېړۍ د ژبپوهنې او ادبي تیورۍ له مهمو نومونو څخه دی، د  (Poetic Function) په نظریه کې استدلال کوي چې د شاعرۍ ځانګړنه په موضوع کې نه، بلکې په ژبني جوړښت کې ده. د هغه په اند شعر هغه مهال شعر ګرځي چې ژبه یوازې د معنا د انتقال ذریعه نه وي، بلکې خپله د پام وړ موضوع وګرځي. دا نظریه د قیصر صاحب! د مقالې د یوې بنیادي فرضیې پر وړاندې درېږي، ځکه دلته شعریت د موضوع له طبیعته نه، بلکې د ژبې له ځانګړي تنظیمه زېږي. او دا اصل د نړۍ د شاعرۍ د تاریخ له بېلګو سره هم سمون لري. د د خوشحال خټک شاعري، د غني خان «لټون» د اجمل خټک «دغېرت چیغه» … د ډانټې «ډېواین کامېډي»، د مولانا رومي «مثنوي»، د ګویته «فاوسټ»  د ایلیټ «فور کوارټیټس» او د اقبال «جواب شکوه» ټول هغه آثار دي چې له انتزاعي، فلسفي او مذهبي مفاهیمو څخه ډک دي. که انتزاع په خپله غیر شاعرانه وای، نو د شاعرۍ د تاریخ یوه لویه برخه به له شعریت څخه محرومه اعلان شوې وه. په حقیقت کې دغه آثار دا ښيي چې مفکوره هغه مهال شاعرانه کېږي چې د ژبې او تخیل په ځانګړي نظام کې جذب شي.

کېنډین نقاد نورتروپ فرای او نور ادبي نظریه‌پوهان ټینګار کوي چې هر ژانر خپل ځانګړی جوړښت او منطق لري. شعر د ناول نیمګړی شکل نه دی او ناول د شعر پراخ شوی شکل نه دی. دواړه د انساني تجربې د بیان بېلابېلې لارې دي. له همدې امله هغه عناصر چې د ناول لپاره ضروري دي، د شعر لپاره حتمي نه دي. د حافظ د غزلونو، جاپانۍ هایکو، د سمبولیسټکه شاعري او د ماډرنسټ شعر ګڼې بېلګې ښيي چې شعر کولای شي له کردار او روایت پرته هم بشپړ شعري کیفیت ولري.

دریم اعتراض بیا د تخیل له مفهوم سره تړاو پیدا کوي. انګلستانی شاعر او نقاد سامویل ټیلر کولرج تخیل د واقعیت د نقل ځواک نه، بلکې د واقعیت د بیا بیانولو/جوړولو ځواک ګڼي. د هغه په اند شاعر یوازې د ژوند موجودې تجربې نه بیانوي، بلکې د تخیل له لارې نوې اړیکې، نوې ماناوې او نوې نړۍ جوړه وي که د شاعرۍ ارزښت یوازې د محسوسې تجربې له وجې وټاکل شي، نو د تخیل دا لویه ساحه له پامه غورځول کېږي. حال دا چې د شاعرۍ د تاریخ یوه لویه برخه د همدې تخیلي ځواک محصول ده.

دا وجهې دي چې د اقیصر صاحب! د مقالې په اړه تر ټولو متوازن علمي قضاوت دا کېدای شي چې هغه د شاعرۍ د ماهیت په اړه یوه مهمه او ضروري پوښتنه مطرح کړې ده، خو د دې پوښتنې لپاره یې وړاندیز شوی چوکاټ د شاعرۍ ټول واقعیت نه شي رانغاړلای. د هغه د نظریې قوت په دې کې دی چې د شعر او منظومې وینا ترمنځ د توپیر مسئله راپورته کوي او د تجربې او هنري انځور اهمیت یادوي. خو محدودیت یې په دې کې دی چې شعریت تر ډېره په محسوسیت، کردار او تجربې پورې تړي او د ژبې، تخیل، سمبول او انتزاعي کشف خپلواک رول کم ارزوي.

اخر کې دا ویلای شو چې د «پښتو کښې غېر تخلیقي شاعري» اصلي اهمیت د هغې په ځوابونو کې نه، بلکې په هغې پوښتنه کې دی چې مطرح کوي ئي. قیصر صاحب! د پښتو ادبي نقد پام بېرته د شاعرۍ د ماهیت بحث ته رااړولی دی، او همدا د ده ستر خدمت دی. خو د شاعرۍ د تخلیقيت مسئله تر هغه ډېره پېچلې ده چې یوازې د کردار، تجربې او محسوسیت په چوکاټ کې تعریف شي. شعر د ژوند د تجربې هنر دی، خو په عین حال کې د ژبې، تخیل، سمبول او معنوي کشف هنر هم دی. د همدې عناصرو د ګډ عمل په نتیجه کې شعریت رامنځته کېږي، او ښایي همدا علت وي چې د شاعرۍ تعریف تر اوسه د ادبي تیورۍ له تر ټولو پراخ او بې پایه بحثونو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...