Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جوزجان، په یتیم‌تاق کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په لګښت د...

د جوزجان، په یتیم‌تاق کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په لګښت د سمنټو فابریکه جوړېږي

تاند (دوشنبه د ثور ـ غویي ۷مه) د مسوولانو د مالوماتو له مخې ټاکل شوې نن دوشنبه د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ۱۶۰میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو فابریکې د جوړېدو کارونه پیل شي.

مسوولان وایي په دغو مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا‌ اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، د چارو ادارې رییس انورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او د شمال زون یو شمېر والیان ګډون کوي.

د مالوماتو له مخې، دا فابریکه به په ورځني ډول ۳زره ټنه سمنټ تولید کړي.

د تولید ترڅنګ به په دې فابریکه کې شاوخوا ۵زره کسانو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا دا ډول پانګونې د هېواد د اقتصاد لپاره حیاتي یادوي خو ټینګار کوي چې، حکومت باید پانګوالو ته د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړي او دوی ته په وطن کې دننه د پانګونې زمینه برابره کړي.

دوی وایي داخلي پانګونې سره د ځان بسیاینې ترڅنګ ځوانانو ته هم د کار زمینه برابرېږي او د بېکارۍ کچه کمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...