تاند (دوشنبه د غویي/ثور ۷مه) په لوګر کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې، د دې ولایت مرکز پلعلم کې ناپېژانده وسلهوالو د موسی په نوم د یوې کورنۍ څلور غړي او په محمداغې ولسوالي کې یو ډاکټر وژلي دي.
دا پېښې تېره شپه شوې دي.
د یادې قومندانۍ ویاند سلطان محمد سنګین رسنیو ته ویلي چې، پېښه د پُلعلم ښار اړوند «حصارک» سیمه کې شوې چې د کور مشر محمد موسی، د هغه مېرمن او دوه زامن یې وژل شوي دي.
سنګین وايي، د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو له لوري پلټنې روانې دي.
په لوګر کې بیا د طالبانو د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي ویلي چې، د یادې پېښې په تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي او په دې اړه لا هم جدي پلټنې دوام لري.
د مالوماتو له مخې وژل شوی کس یو کروندګر وو او زامن یې خیاطان وو او له چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده.
په یوه بله پېښه کې وسله والو تېره شپه ۸ بجې د محمداغې ولسوالۍ «اصحاب بابا ښارګوټي» کې یو د غلامغوث په نوم یو ډاکټر وژلی دی.
د ولایت ویاند مولوي میرویس ابدالي ویلي چې، دغه ډاکتر د ناپېژندو کسانو له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی.
هغه وایي د یاد ډاکټر د وژلو په تړاو یو کس نیول شوی چې د لومړنیو مالوماتو له مخې یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.