تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تاوتریخوالي کې له یوې دمې وروسته د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره شپه نښته شوې ده.
د طالبانو اړوند یوې سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي، یو نیول شوی او د بل سرتېري جسد هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
د پېښې د پیل څرنګوالی
د راپورونو له مخې، شخړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو د کرښې له هغې غاړې څخه ډزې وکړې او د طالبانو په وینا، یو ماشوم کارګر یې وواژه. وروسته طالبانو «غچ اخیستونکي بریدونه» وکړل.
امنیتي سرچینې وايي، جګړه د شپې شاوخوا لس بجې پیل شوه او نژدې نیم ساعت یې دوام وکړ. د دوی په وینا، په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري مرګژوبله اړولي او یو شمېر سپکې وسلې یې هم نیولي دي.
په څو خپرو شویو ویډیوګانو کې طالب ځواکونه ښکاري چې وايي، هلته موجود مړي او نیول شوې وسلې د پاکستاني ځواکونو دي.
تر دې دمه نه د طالبانو حکومت او نه هم پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې نښتې په اړه څه ویلي دي.
د تاوتریخوالي دوام
دا وروستۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي، او د روان میلادي کال په فبرورۍ کې هم ورته نښتې شوې وې.
کارپوهان وايي، که څه هم دواړو لورو په دې وروستیو کې د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې د کړکېچ د کمولو هڅه کړې، خو پر کرښه دا ډول پېښې ښيي چې تاوتریخوالی لا هم نه دی ختم شوی او وضعیت لا هم نازک پاتې دی.