تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د امریکا او اسراییل له لوري د ایران خلاف د جګړې له پیلېدو سره په نړۍ کې د انرژۍ په برخه کې ستره ګډوډي راغله. له دې کبله په اروپا کې د کورنیو لمریزو سیستمونو تقاضا چټکه زیاته شوې ده.
د تېلو، ګاز او برېښنا د بیو له لوړېدو سره، کورنۍ هڅه کوي د انرژۍ پر بې ثباته بازارونو خپله تکیه کمه کړي، او لمریزه انرژي د یوې مهمې بدیلې لارې په توګه راڅرګنده شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په جرمني، بریتانیا او هالنډ کې د فعالو شرکتونو معلومات ښيي چې په ځینو مواردو کې د لمریزو پینلونو د نصب غوښتنه تر دوه برابره هم زیاته شوې ده.
دا ناڅاپي زیاتوالی وروسته له هغه راغلی چې په ۲۰۲۵ کال کې د کابو یوې لسیزې لپاره په لومړي ځل د لمریزو سیستمونو د نصب وده کمه شوې وه. اوس لوی شرکتونه وايي چې فرمایشونه او پلور په چټکۍ ډېر شوی، او هغوی اړ شوي چې خپل کاري ځواک پراخ کړي او د تجهیزاتو ذخیره زیاته کړي.
یوازې پینلونه نه، بشپړ سیستمونه
دا بهیر یوازې په لمریزو پینلونو پورې محدود نه دی. د بشپړو سیستمونو—لکه د انرژۍ د زېرمه کولو بیټرۍ او د برقي موټرو د چارج وسایلو— تقاضا هم ډېره لوړه شوې ده. د معلوماتو له مخې، د انرژۍ د زېرمه کولو ټکنالوژۍ تقاضا له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ سلنې پورې زیاته شوې ده.
دا ښيي چې مصرف کوونکي یوازې د لنډمهاله لګښتونو کمولو ته نه ګوري، بلکې د انرژۍ خپلواکي او د راتلونکو خطرونو کمول هم په پام کې لري.
ژورې جوړښتي ستونزې
په پراخه کچه، دا بدلون په اروپا کې د یوې ژورې جوړښتي ستونزې انعکاس دی: د وارداتي انرژۍ پر وړاندې لوړ انحصار. متخصصان وايي چې جګړې دا ستونزه رامنځته کړې نه ده، بلکې یوازې یې څرګنده کړې ده.
په ورته وخت کې، د نوي کېدونکې انرژۍ په قوانینو کې احتمالي بدلونونه—په ځانګړي ډول په جرمني کې—هم دې بهیر ته لا زور ورکړی دی.
نړیوال بازار او د چین رول
سره له دې چې تقاضا زیاته شوې، د لمریزې انرژۍ نړیوال بازار لا هم د اضافي تولید له ستونزې سره مخامخ دی، په ځانګړي ډول په چین کې. چینایي تولیدوونکي کولای شي د نړۍ د ټولې تقاضا کابو دوه برابره تولید برابر کړي.
د راپور له مخې، په اروپا کې د لمریزې انرژۍ د غوښتنې زیاتوالی د یوه ستر جوړښتي بدلون برخه ده، چې جیوپولیټیکي بحرانونو چټک کړی دی. دا بهیر ښيي چې د انرژۍ ناڅاپي شاکونه کولی شي د نوې کېدونکې انرژۍ ارزښت او اهمیت بیا تعریف کړي او د انرژۍ د خپلواکۍ پر لور د تګ بهیر پیاوړی کړي.
په داسې حال کې چې جرمني، بریتانیا او هالنډ، چې نسبتاً لږې لمرینې ورځې لري، د لمریزې انرژۍ خوا ته جټګ تګ پیل کړی، دا یو مهم پیغام لري: لمریزه یوه ستراتیژیکه اړتیا ده او افغانستان، چې د لمر له پلوه بډایه هېواد دی او کولی شي له دې سرچینې څخه څو برابره زیاته ګټه واخلي. که په افغانستان کې لمریزې انرژۍ ته جدي پام وشي، نه یوازې به د برېښنا کمښت راکم شي، بلکې د وارداتي انرژۍ اړتیا به هم کمه شي او چاپېریال به خوندي پاتې شي.
لنډه دا چې، هغه هېوادونه چې لږ لمر لري، لمریزې انرژۍ ته مخه کوي؛ نو هغه هېوادونه چې ډېر لمر لري، باید لا ډېر ژر او جدي اقدام وکړي.