تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې له نښتې وروسته، د دغه هېواد پوځ د کرښې هغې غاړې ته د افغان طالبانو پوستې په نخښه کړې دي.
جیونیوز د پاکستان د امنیتي پر اساس، نن (دوشنبې) راپور ورکړ، تر دې اقدام مخکې د انګوراډې اړوند د «زلولخېل» په سیمه کې له افغانستانه پاکستان ته د وسلوالو د اوښتو هڅه شوې وه، چې د پاکستان پوځ ادعا کوي شنډه کړې یې ده.
امنیتي سرچینې زیاتوي چې د دې هڅې له ناکامېدو وروسته، د دوی په وینا، د افغان طالبانو له لوري د پاکستان پر سرحدي او ملکي سیمو ډزې وشوې چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو په غبرګون کې د افغانستان دننه څو سرحدي پوستې په نښه کړې او ویجاړې کړې دي. له دې مخکې هم ځايي سرچینو په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و. د دغو سرچینو په وینا، دا نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د دوستۍ دروازې ته نژدې د پاکستاني ځواکونو په ډزو یو ماشوم کارګر ووژل شو، او وروسته د دواړو لورو ترمنځ پراخې ډزې تبادله شوې.
د طالبانو یوې سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي، یو نیول شوی او د بل سرتېري جسد هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.