Homeخبرونهپه ملبورن کې د افغانانو د ملي مرکې ناسته ترسره شوه

په ملبورن کې د افغانانو د ملي مرکې ناسته ترسره شوه

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د استرالیا په ملبرن ښار کې د افغانانو د «ملي مرکې» لومړۍ ناسته د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه د سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د افغانستان پر بنسټیزو ستونزو او د حل پر لارو ژور بحثونه وشول.

غونډه د نقیب مومند په کوربه‌توب او د ممتاز امین په پرانیستونکې وینا پیل شوه. نوموړي ملي مرکه د سولې، پخلاینې او ملي یووالي لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله او دا ناسته یې د استرالیا مېشتو افغانانو د انسجام پر لور یو مهم ګام یاد کړ.

په غونډه کې د ملي مرکې موخې، تګلاره او راتلونکي پلانونه هم وړاندې شول او ټینګار وشو چې دا بهیر د افغانانو ترمنځ د ملي اجماع، همغږۍ او یووالي د پیاوړتیا لپاره په ملي او نړیواله کچه روان دی.

ګډونوالو د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې، د مشروع نظام او اساسي قانون نشتوالی، قومي نفاق، د بشري حقونو نقض—په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار محدودیتونه—اقتصادي بحران، بېکاري او د کډوالو ستونزې د هېواد له مهمو ننګونو وبللې.

دوی د حل لپاره د ملي خبرو اترو د یو منظم چوکاټ جوړول، د سیاسي اجماع لپاره د لارې نقشې برابرول، د لویې جرګې د جوړېدو زمینه برابرول، د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا او د افغانانو ترمنځ د باور او یووالي فرهنګ پراخول مهم وبلل.

په غونډه کې د افغان ډیاسپورا پر رول هم ټینګار وشو او وویل شول چې بهر مېشتي افغانان باید د تعصبونو پر وړاندې مبارزه وکړي، ګډ غږ رامنځته کړي، تخصصي شبکې جوړې کړي او نړیوالو ته د افغانانو ستونزې ورسوي. همدارنګه، د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم لپاره عملي هڅې مهمې وبلل شوې.

په پای کې ګډونوالو د هېواد پر سیاسي انزوا، فقر، بېکارۍ او د بشري حقونو پر نقض ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ملي یووالی او همغږي کولی شي د دغو ستونزو د حل لاره هواره کړي. پرېکړه وشوه چې د ملي مرکې څانګې به په ملبورن او د استرالیا په نورو ښارونو کې هم پراخې شي.

د یادونې ده چې دا د ملي مرکې یوولسمه ناسته ده، چې تر دې وړاندې په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت ښارونو کې ورته غونډې ترسره شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...