تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) راپورونه وايي چې پاکستان نن د کونړ ولایت د مرکز په شمول پر بېلابېلو برخو د توغندو او هاوانونو بریدونه کړي دي.
راپورونه وايي چې د پاکستان په بریدونو کې په اسعداباد کې لږترلږه ۳ تنه وزل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي. اکثره مرکګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.
څو کورونه او د تېلو یو ټانک هم ویشتل شوي دي.
د کونړ محصلانو په خواله رسنیو کې د کونړ پر سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د پاکستاني راکټونو د لګېدو عکسونه هم شریک کړي دي.
تراوسه پورې د پاکستان د بریدونو په نتیجه کې په سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ځايي خلک وايي چې پاکستان د افغانستان لور بې هدفه توغندي ویشتي دي.
ولي سوډر هیبتو خو هیڅ نه وایی امریکا ماته کړه ناټو یې ماته کړه مګر لنګوهلي ته هیڅ نسي ویلای؟دغه سوډران مرتد خو پټه خوله دي 😞
مونږ خو وایو ډیورنډ نه منو تر اټکه او جهلمه زمونږ ځمکه ده خو دا یاد ولرئ چې ولایتونه به رانه نیسي، د کنړ سیند به خپل کنترول کې راولي او بیا به خلک وایی ډیورنډ نه تیر یو خپلې ځمکې او کورنه بیرته راکړئ.
دا اوږد مهاله پروژه ده له یوې خوا ملت داسې ګډوډ او بیوسه دی او یو څه غیرت هم ترې تللې او دې پنځوس کاله جنګونو هم ستړی کړی او له بلې خوا د اسلام په نوم کله یوه ډله او کله بله ډله په ملت مسلطه وي. اوس طالب یو څو نمایشي جنګونه وکړل د ملت اعتماد یې هم حاصل کړ نو د پروژې د تطبیق وخت نزدې دی. طالب مطلق د پنجاب پروژه مخکې وړي نور هیڅ ندي. که راویښ نه شئ د هیواد نه لاس ووینځئ او لنګ اغوستلو ته امادګي ونیسئ.