Home+د دولتونو پوروړتیا| پوهاند. ب. دودیال

د دولتونو پوروړتیا| پوهاند. ب. دودیال

سره له دې چې تېرو شلو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو بیلابیلو ډولونو/پلاتفورمونو رواج وموند. تمه دا وه چې دا به تنویز او د عامه افکارو روڼتیا کې مثبت رول ادا کړي، خو متاسفانه هغه ډول استفاده چې باید ورڅخه شوی وای، و نشوه اونه کیږي. په تېره بیا؛ تېرو شلو کلونو کې تلویزیونو ټولنه کې د تعصباتو او بداخلاقی زهر وپاشل او  او اوس فیسبوک د مثبت رول د ادا کولو پرځای، تر ډیره د سخیفو الفاظو د تبادلې، د اذهانو د تخریش، د تعصباتو د پارولو او د عوامو د غافل کولو وسیله شوې ده. البته ځینې غِوره لیکنې، خبرونه او علمي معلومات هم پکې شته. نه هیروو چې که له دغو ټولو سمه استفاده شوی وای او اوس هم سمه استفاده وشي، فوق العاده مثبت او عالی نقش لرلای شي. د خوشحالي خبره دا ده چې یو شمېر ویببسایتونه د محتوا او د خپل رسالت له مخې، د فیسبوک په پرتله مقبول او بریالي دي، خدای دې همداسې بریالي لري.

موخه مې دا چې: د فسبوک په پرتله دا یو څو آنلاین ویبسایتونه ښه دي، خو ستونزه دا ده چې ځوانان ویبسایتونه نه ګوري، دوی په ویدیو کتلو هم ډېر وخت تیروي، تیکتاکران هم ښه مسایل نه طرح کوي. د ویبسایتونو مقالې زیاتره علمی اړخ لري.

دلته د نورو منفی اړخونو تر څنګ (غافل کولو) خبره یاده شوه. دا څو ورځې فیسبوک کې د پاکستان د پوروړتوب پېغورونه ورکول کیږي. په دې سره دا موږ افغانانو ته یو کاذب  ډاډ او تسل دی. مبادا چې په دې ډول کاذبو او په غفلت اخته کوونکو لیکنو له امله د بیهوشي په خوب لاهو شو!؟

دغفلت راوستونکو فیسبوکي خبرو یو مثال د (پاکستان پوروړتوب!) دی. له دې فیسبوکي ځوانانو بایدپوښته وشي چې آیا د پاکستان پوروړتوب په دې مانا دی چې بیوزلي پکې  ترموږ زیاته او بدتره ده ؟ ایا تاسو دا ډول لیکنې قصدي کوئ، دچا په اشاره یې لیکئ او که دا ستاسو خوشباوري او هسې ځان خوشحالول دي؟

دغه لیکنه به ځوانان (دولتی استقراض) او د ځان غفلت ته ځیر او له خوبه به یې راویښ کړي.

په اقتصاد کې پور اخیستل او پور ورکول معمول خبره ده، دا نه یواځې د افرادو ترمنځ، بلکې دولتونه هم پور ورکوي او پور اخلي. موږ د اقتصادي مقالو په لړ کې دا موضوع  هېره کړې ده.

دا سمه ده چې پور د یوې اړتیا د رفع کولو په موخه ترلاسه کیږي. دا منو چې قرض یو مجبوریت دی، خو د دولتونو پورونه( استقراض) هغه ډول پور نه دی چې موږ یې د عادي خلکو ترمنځ وینو. افراد (individual) د اقتصادي ستونزې او بیوزلي په حالت کې نورو ته لاس نیسي او پور اخلي چې یو مړی ډوډۍ ورباندي واخلي، خو د حکومتونو( Gov.) پور تل د (فقر) په مانا نه دی، بلکې ځینې وخت فرصت ایجادول دي. امریکا چې د نړۍ لوی اقتصاد دی، هم پوروړې ده. دولتي پور اخیستوته (د دولت استقراض) وايي، نو دا  څه ډول پور دی؟ سره له دې چې دولتي استقراض لوی بحث دی، خو په لنډ ډول وایو:

دولت هم له نورو دولتونو(هیوادو)، نړیوالو لویو بانکونو او نورو مراجعو دوه ډوله پور اخیستلای شي؛ عمومي پورونه او خصوصي پورونه.

دولتي استقراض د بودجې د کسر د جبران يا د دولت د مالي تأمين يا ټينګښت لپاره يو متداوله طريقه يا کړنلاره او د خپل ماهيت پر بنسټ د نامنظم او مؤقتي عايد په توګه ګڼل کېږي، چې د بازار اقتصاد د اساساتو د په پام کې نيولو سره سم ورته یوه مالی منبع ترلاسه کېږي. یوه لاره یې د دولت اجباري استقراض، يعنې په خلکو باندې د بانکنوټونو د نشر په ذريعه د پورونو تحميلول دي، نور بهرني پورونه.

کله چې دولت پور ته لاس اچوي، اکثرو حالاتو کی یې مانا دا وي، چې لویې پروژي تمویلوي او دا خبره د اقتصادی رونق سبب کیږي. یعنې دلته پور د بیوزلی او فقر په مانانه، بلکې د دولت د رفاهی او پرمختیایی ګامونو د اوچتولو په مانا تلقي کیږي.  د تمويل لپاره دا پور، چې د نوي خالص پور حاصله عوايد د بودجې په پلان کې شاملیږي، باید د مجاز حد د تخمين شوې خالصې پانګه اچونې له مبلغ څخه تجاوز ونه کړي.

اقتصاد پوهانو د پور د اندازې لپاره محدوديتونه وضع کړي، چې دا د هر هیواد، د هر کال د بودجې د معيارونو پر اساس فرق کوي. دلته مهمه داده چې د نويو ناخالصو پورونو او ناخالص داخلي محصول ترمنځ یو تناسب پام کې ونیول شي او همدا تناسب بايد د ناخالص داخلي محصول او د پور له سطح څخه (د بازار د قېمت له نظره) تجاوز ونه کړي. په دې توګه د لویو پروژو د تطبیق په صورت کی د بودجې کسر رفع کیږي. تطبیق کیدونکې پروژې د پرمختیا لامل کیږي، چې نهایت کې بودجه بېرته متوازنه کیږي.

دا هم نه هیروو چې د دولتي پورونو موخه په لومړي سر کې د مالي مبالغو برابرول دي او له دې پرته غير مالي اهداف هم تعقيبوي. مالي مبالغ او د ثبات راوستلو هدف د تقاضا او عرضې د ښه والي لپاره د فعاليتونو په مرسته د بازار د اجراتو او فعالیت د ملاتړ لپاره په کار وړل کېږي.

څرنګه چې عامه انکشافي پروژې خصوصي سکتور نه تطبیقوي، نو دغه ډول پروژې دولت تر کار لاندې نیسي. دولت چې د عامه خدماتو دورند بار په اوږه لري، نو د انکشافی پروژو لپاره پور اخلي، داپور په دې نظريې متکي دی، چې د پانګه اچونې لپاره د دولت له خوا تاديات لکه د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې لپاره اقدامات(صحت، تعلیم، مخابرات، امنیت، دقوانینو انفاذ، عدالت او محکمه، عامه ترانسپورت، زیربنایی تاسیسات او نور) چې اجراء کول يې د خصوصی سکتور له خوا صورت نه نيسي، دبودجې د کمښت په صورت کې د دولتي پورونو له لارې تمويل کیږي. په دې ډول سره د اوسنۍ پانګه اچونې لپاره په راتلونکي کې د پورونو د خلاصون په خاطر عاید لرونکي اشخاص (حقیقي او حقوقي) د مالياتو د ورکړې له لارې  دولتي پور  ادا کوي.  ، چې دا عجیبه معامله یو طرف د اوسنيو ګټو وېش اوبل طرف زيان(د لوړو مالیاتو تحمیلول) جوړوي. یعنی ممکن دولت مالیات لوړ کړي، د مالیاتو د لوړیدو په صورت کې خصوصی سکتور، تصدۍ او سوداګر د زیاتې ګټې په خاطر لازیات تلاش، نوښتونه او مثبت رقابتونه کوي، نوې سرچینې اووریانتونه په کار اچوي  چې په ټول اقتصاد کې تحرُک راځي. اما پور د دولت لپاره یو سیاسی چلنج کیدای شي. په دې مانا چې، د دولت مقروضيت يوه سياسي موخه پیدا کوي او هغه داچې دغه عوايد د پورونو لپاره د مالياتو د زياتېدو په پرتله  محسوس دي، نو د محدودو خلکو له مقاومت سره مخامخ کېږي، خو دولت د قانون او سیاسی قدرت په لرلو لوړ مالیات تحمیلوي. همدا اوس امریکا کې عام وګړي د نړۍ تر بل هر هېواد د درندو مالیاتو تر بار لاندې دي، خو د امریکا اقتصاد ښه رونق کې دی او د زمکې له غونډاري بهر تر مریخ ورسېدل. دپرله پسې پوروړتوب او د مالیاتو د زیاتولو له لارې د بودجې د کسر د مخنیوي  سياست او بیا دې کې پاتې راتلل د بياورکړې او بانکي ربح وروستی مسئوليت او همدارنګه له دې لارې په اوږد مهاله ډول د دولت د فعاليت ساحې ته ضربه رسوي او په دې ډول د پورونو کچه دومره لوړېږي، چې په هغې سره د بودجې جوړونه د نويو خالصو پورونو محدودول او نهايي عوايدو ته رسېدل د خالصې ورکړې سبب کیدای شي. په دې صورت کې مرکزی بانک مصارفو پورې تړلی انقباضي مالي سياست کار لاندې نیسي.

مطلب دا چې د عادی افرادو پور سره دولتی پور ډېر فرق لري، دولت د پور د اداینې لپاره لارې او وسایل لري. بیلابیل اقتصاد پوهان د دولت د استقراض په هکله بیلابیل نظريات لري، چې د یو هیواد اقتصادي وضعیت پورې اړه لري، یعنی داچې دولت د کومو شرايطو تر فشار لاندې او په کومو حالاتو کې د دې اجازه لري، ترڅو خپل مالي مصارف او اړتياوې د استقراض له لارې تمويل کړي؟

اوسنی وخت کې د دولتي استقراض په اړه جهاني تجربه ترلاسه شوې ده، چې (د دولت د ګټورې پانګه اچونې) لپاره پور اخیستل یوه استثناء بلل کیږي. په دې سره د دولت د ګټورو پانګونو تمويل چې له هغې څخه مالي عوايد ترلاسه کېږي د استقراض له لارې مجاز ګڼل کېږي. د پروژو دمدیریت نړیوالې ټولنې (International Project Management Association/IPMA) د دولتونو د ګټورو پانګونو په لړ کې داسې پانګونې معرفي کړي چې له هغوی څخه ترلاسه شوې مالي ګټې د سود د تاديې تکافو وشي کړای. په دې اساس، که دولت د استقراض په ترلاسه کولو اقدام وکړي، هېڅکله به له افلاس سره مخ نه شي.

پور په حقیقت کې هغو ځایونو کې د سرمایې(پانګې) لګول دي، چې هلته د تولید یا دخدماتو د ترسره کولو یو ظرفیت موجود وي، دا ظرفیت باید له لاسه ونه وځي، بلکې د پور په واسطه په ګټور فرصت بدل شي. ODA ,loan, grants  او گډې پروژې ټول  فرصتونه دي.

خبره د پاکستان د پوروړتوب راغله. دا سمه ده چې اکثریت آسیایي او افریقایي هېوادونه فقیردي، پاکستان کې هم بیوزلي شته. د پاکستان د نفوسو ګړندۍ وده، دنظامیانو فساد(چې میلیونونه ډالر یې له هیواده ایستلي او آن ټاپوګان یې ورباندې پیرودلي دي)، د افراطی اونیابتی ډلو روزلو(افغانستان او کشمیرته) او پوځي لوړ لګښت د دې لامل شو چې پاکستان پور ته اړ شي. دوی دغو وروستیو کې د اقتصاد دښه کولو په موخه ډېرې لویې ستراتیژیکې پروژې تر کار لاندې ونیولې او بریالۍ یې اجرا کړی، لکه؛  بندري تاسیسات پراخول او نوي کول، د داسو د اوبو د یو عظیم بند جوړول، د اسلام اباد د ښار دریل پټلی کاملا نوي او عصري کول، د پاکې انرژی د ظرفیت اوچتول او د فوسیلی سون موادو تعویض، ګلګت کې لویې پروژې، صنعتی کمپلکسونه، د چاپیریال ساتنې برنامه تطبیق کول، دعامه صحت برخه کې لوړ لګښت، علمي څېړنې… او ډیرې نورې عام المنفعه پروژې. د دې لیکنې جوت اړخ (دولتی استقراض) دی.  په سیاست کار نه لرو، خو اقتصاد سیاست سره اړیکه لري، مجبور یو- دوه ټکي د سیاست هم ووایو:

پاکستان له سیاسی پلوه ستونزې لري، خو د خپلو اقتصادي پروژو او له هر امکان څخه استفاده کې ډېر بریالي دي.

د فیسبوک ځینی کاروونکی یورنګه نارې وهي د پاکستان پورونه له سره اووښتي، خو دولتی پوروړتوب هم یوڅه مسایل لري چې له سترګو پنا دي.

موږ خواران که هوښیاریاستو، د پاکستان د پوروړتوب د واویلا په ځای باید خپله خولۍ راټینګه کړو. هیڅ پاکستانی د خپل دولت د پوروړتوب دومره اندېښنه نه کوي، دا معمول خبره ده، خو هر پاکستانی د خپل هېواد د اقتصاد دښه کولو لپاره ژمن دی، شپه- ورځ بوخت دي کار کوي. بهر ملکونو کې یې هم ګټي او خپل وطن ته یې استوي. دې وروستیو کې یې د فساد د مخنیوي، د پیسو مینځلو د خړ لست څخه د وتلو، د تروریزم د ترویج له تور او هند او چین سره د مناسباتو برخه کې لوی بدلون ته ملا وتړله. د اساسي مسایلو ترڅنګ یې افغانستان څخه هم ښه ګټه پورته کړه، یو (جنګ غوندې کنترول شوې لوبه ) یې وکړه د دیورند دوو خواوو یوشمیر سپېره ځوانان پکې ووژل شول، خو سیمه کې یې خپل نظامی حضور کلک، پښتانه یي یو ځل بیا د تروریست په نوم مشهور، د سیمې د خلکو معارف، اقتصاد، وحدت، احساس او کلتور یې وځاپه، د پښتون لاس او پښو پورې تړلی زنځیر یې نور هم کلک او خپلو تالي څټو سره یې د باداري- غلامي رابطه نمایشي غولوونکی پوښښ لاندې راوسته.

پاکستان په دولتي استقراض سره لویې پروژې کار لاندې ونیولې او خپل کورني سیاست او نړیواله دیپلوماسي کې یې بیخلن بدلون راوست، هغه د سقوط ګواښ چې دبلوچ آزدی بخښونکی غورځنګ او هغه اندېښنه چې د پښتون تحفظ مومنت ایجاد کړې و، دهغو دواړو د خنثی کولو لپاره کوټلي ګامونه اوچتوي. ځان یې د نړۍ پر ستیج وځلاو، نور به شرایطو ته وکتل شي چې نظامی – استخباراتی قوی (سیوری حکومت) به د ملکی حکومت سره څه ډول ډغرې ووهي او د دغه ملک راتلونکې به په کومه خوا ځي. موږ ته په کار ده چې خپلې ستونزې هوارې او له هغو خټو راووځو چې دا څلوېښت کاله پکې نښتي یاستو. موږ ته نه څوک پور راکوي، نه موپېژني او نه د پور په پیسو د تطبیق لپاره پروژې لرو. موږ نه د پورغوښتلو لپاره خوله لرو، نه یې د خوړلو لپاره. دا حالت تر پوروړتوب بدتر دی. د دې ترڅنګ د ایران په جنګ متمرکز کېدل هم موږ له خپل حال غافل کېدو ته بیایي، دا ځکه چې د ایران د جنګ د تلفاتو په اندازه زموږ د سیلاوونو تلفات هم و. هیڅ ایرانی دجنګ په ورځو کې امریکا او اسرائیلو ته تسلیم نشو، خو زموږ نورستانیان خواران مجبور شول پاکستان ته عذر وکړي چې د رزق رسولو کې ورسره مرسته وکړي، نو راځئ د غفلت، تبلیغاتو او رنګارنګ پېغورونو په عوض د ولس دهوساینې په فکر کې شو.

زموږ د ځوانانو لپاره فیسبوک روزونکی او معلوماتي بڼه نه لري، زیاتره پُست کوونکی ځوانان او کمنتونو لیکونکی هم ځوانان دي، چې متاسفانه په (روزمره ګی)بوخت دي. هغه رول چې بریښنایی میډیا او له هغی جملې فسبوک یې نوره نړۍ کې ترسره کوي، افغانان هغسی استفاده ورڅخه نشي کولای. له میدیا یوه استفاده دا ده چې د ژوند طریقه او د اقتصاد ښه کول پکې زده شي. موږ وینو چې یوشمیر هېوادونه پور وړي دي، یو شمېر اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي، د یو شمیر نورو شتمنی کنګل شوې، خو دوی ټول کولای شي له دې حالاتو سره مبارزه وکړي، خوموږ متاسفانه دخپلو فوق العاده مساعدو اقتصادي امکاناتو او پوتانسیل څخه استفاده نشو کولای، خو فیسبوک مو له لیکنو ډک دی. عمل کې ناتوانه یاستو.

درنو ځوانانو! ډېر مه احساساتي کیږئ، د جوش پر ځای هوش ته راشئ. خپل معلومات زیات کړئ، له نړۍ زده کړه وکړئ. د ساده ګي دوران لاړ تېر شو. خلکو ډېر فریب راکړ، ډېر بد بد یې استعمال کړو. اوس د دې په ځای چې نورو پسې خبرې وکړو او هسې د زړه باد وباسو، بهتره ده زده کړه وکړو. په دې زده کړه کې یو هم داستقراض درسونه دي چې یو لوی بحث دی. باید د پور په شرایطو، ډولونو، د پور په سود، قسطوار ادا کولو، منبع، د لګولو په ځایونو، دپروژو په تطبیق، د انکشافی اهدافو په تحقق او ډېرو نورو خبرو ځان پوه کړو. فیسبوکي ځینې ځوانان د لیکنو په محتوا سوچ نه کوي، خو ډېر ژر یو کمنت ولیکي، یا دپُست لیکوال تمسخُر کړي، یا بحث منحرف کړي. دلته سړي ته هغه متل رایاد شی چې وايي: زه دی مړی ژاړم ته مې خولې پورې خاندې! دا ډول کمنت لیکونکی خپله دګروم غوټه پرانیزي او فکر  کوي چې په دې سره د پُست تر لیکونکي یې ځان اوچت کړ! خو د معلوماتو زیاتولو ته پام نه کوي.

دا دی افغانستان کې د فیسبوک له عام کېدو لسیزې ووتې، نور باید یو نوي پړاو ته ورشو، هغه چې له فیسبوک او میدیا د ملي شعور د اوچتولو پړاو دی. یوه موضوع چې باید ورڅخه ډډه وکړو، هغه نورو ته پېغور ورکول او نورو پسې تبلیغات بندول او د دې پر ځای ځان ته ځیر کېدل او خپله خولۍ کلکه نیول دي. ځوانانو ته وړاندیز کوو چې د فیسبوک په پرتله، تحقیقی او معلوماتي مقالې ولولي او خپله پوهه زیاته کړي. له دې لیکنې څخه موخه پورکولو ته تشویقول یا له پور اخیستو مخنیوی نه دی، بلکې موخه دا وه چې ځوانان مو د پور په اړه هیڅ معلومات نه لري، نو د پور موضوع مو روښانه کړه او د پور په اړه به نورې لیکنې هم ولرو  (دولتی استقراض کتاب انلاین شوی دی).

خدای دې هر افغان وګړی له پور او قرض وساتي، دولتی پورو سره به ګورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...