تاند (پنچشنبه، د غويي/ ثور ۳ مه) قزاقستان او افغانستان د رېلګاډي په برخه کې خپلې همکارۍ ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بار وړلو اندازه په څرګند ډول لوړه شوې ده.
د قزاقستان د رېلګاډو ادارې د معلوماتو له مخې، دا موضوع د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د رېلګاډو د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د دواړو لورو ترمنځ په کتنه کې هم وڅېړل شوه.
د قزاقستان (استانه ټایمز ورځپاڼې) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دې غونډه کې د قزاقستان د رېلګاډو ادارې مشر تلغات الدیبرګینوف د افغانستان د ټولګټو وزارت د رېللارو ادارې له مرستیال صاحبزاده مولوي محمد اسحاق سره خبرې وکړې.
د دواړو لورو د معلوماتو له مخې، د بار وړلو بهیر په پرلهپسې ډول زیات شوی دی. یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بارونو اندازه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۷۷ سلنه لوړه شوې او یو میلیون ټنو ته رسېدلې ده.
د دې زیاتوالي عمده لامل د صادراتو او ترانزیت زیاتوالی بلل شوی، چې پکې د قزاقستان غنم، فلزي مواد، کیمیاوي تولیدات، مینرالي سرې او اوړه شامل دي.
همداراز، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۹۱ زره ټنو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېللارو د زیربناوو او لوژستیکي همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې، څو د سوداګرۍ لارې لا پراخې او اغېزمنې شي.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې د ترانسپورتي اړیکو پیاوړتیا د سوداګرۍ د زیاتېدونکو اړتیاوو لپاره مهمه ده، او هوډ یې وښود چې په راتلونکي کې به دا همکارۍ لا پسې پراخې کړي او د بار وړلو کچه به نوره هم لوړه کړي.