تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) یوې ځانګړې کمېټې، چې پنځه کاله مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي، تر ۹ میلیونو ډېر اسناد کتلي او له لسګونو جګپوړو پوځي چارواکو سره مرکې کړې دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، دا کمېټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د دفاع وزیر پیټ هګسیټ له خوا جوړه شوې، څو د دې بهیر «تر ټولو هراړخیزه پوځي ارزونه» وکړي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي: «موږ له هغو مهمو کسانو سره مرکې کړې دي چې د وتلو په پلان او عملي کولو کې ښکېل وو.» د هغه په وینا، دا به د ۲۰۲۱ کال د اګست د پېښو په اړه «تر ټولو بشپړ، شفاف او رښتینی راپور» وي.
په مرکه شویو چارواکو کې د سمندري ځواکونو پخوانی جنرال کینټ ایف نکینزي Kenneth F. McKenzie، چې د مرکزي قوماندانۍ مشري یې کوله، او د ځمکنیو ځواکونو جنرال کریسټوفر ډاناهبو Christopher T. Donahue شامل دي.
جنرال ډوناهیو هغه مهال د ۸۲مې هوايي قطعې قومندان و او د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې وروستی امریکايي لوړپوړی پوځي افسر و. نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه د C-17 الوتکې په وسیله له افغانستانه ووت، چې ورسره د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده.
پارنل زیاته کړه چې دا ارزونه به هغه سیسټمي، اداري او د مشرتابه عوامل وڅېړي چې د افغان حکومت د سقوط لامل شول.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، سره له دې چې تر ۱۲۰ زره ډېر کسان وایستل شول، د تاریخپوهانو او پوځي شنونکو له خوا «ګډوډ» بلل شوي دي. دا ګډوډي تر ډېره د افغان حکومت د ناڅاپي سقوط او کابل ته د طالبانو د چټک ننوتلو له امله رامنځته شوه، چې په پایله کې یې د کابل په هوايي ډګر کې بیړنۍ او نامنظمه تخلیه ترسره شوه.
د وتلو په وروستیو ورځو کې، د هوايي ډګر یوې دروازې ته نژدې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.