Homeخبرونهامریکايي رسنۍ: د امریکا او ایران د خبرو دوهم پړاو ښايي په...

امریکايي رسنۍ: د امریکا او ایران د خبرو دوهم پړاو ښايي په پاکستان کې ترسره شي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۹ مه) یوه امریکايي ټلویزیوني چاینل د ایراني سرچینو له قوله ادعا کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهم پړاو به د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې ترسره شي.

د سي‌این‌این د راپور له مخې، امریکا تر اوسه دا مهال‌وېش رسماً تایید کړی نه دی.

تر دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو په اسلام اباد کې ترسره شوی و، چې پکې دواړو خواوو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې وې.

په لومړي پړاو کې د امریکايي پلاوي مشري د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس کاوه، او د پلاوي په غړو کې جراډ کوشنر او ځانګړی استازی ستیف ویټکاف هم شامل وو.

د ایران له لوري د پلاوي مشري د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوله، او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د پلاوي برخه و.

د سرچینو په وینا، په اسلام‌اباد کې له ترسره شوو خبرو وروسته دواړو لورو په ځینو موضوعاتو کې پرمختګ کړی او د نورو خبرو پر دوام یې هوکړه کړې وه.

له بلې خوا د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، که تر چهارشنبې له ایران سره موافقې ته ونه رسیږي، نو اوربند به تمدید نه کړي. ډونالډ ټرمپ د شنبې سهار وختي دا هم وویل چې د ایران د بندرونو محاصره به هم روانه وي.

ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې په دې حالت کې بیا له بده مرغه مجبوریږو چې بیرته بمبارۍ پیل کړو.

د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...