Homeخبرونهم.م. سختو ورښتونو او سېلونو په افغانستان کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله...

م.م. سختو ورښتونو او سېلونو په افغانستان کې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۹ مه) ملګري ملتو نه وايي، په افغانستان کې د وروستیو شدیدو بارانونو له امله سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي، زرګونه کورونه ویجاړ کړي او تر ۷۳ زره ډېر کسان یې اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر OCHA ویلي چې سېلونو د افغانستان تر ۳۰ ډېر ولایتونه ځپلي، کورونه، کرنیزې ځمکې او مهم بنسټونه یې زیانمن کړي او لا دمخه نازک بشري وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې په اغېزمنو سیمو کې د خلکو د خوندیتوب ګواښونه په چټکۍ سره زیات شوي، او نژدې ۱۴ زره کسان—په ځانګړي ډول ښځې او نجونې—د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي. د خدماتو محدود لاسرسی او د سرچینو کمښت د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی، که څه هم د رواني ملاتړ، اسنادو برابرولو او عامه پوهاوي هڅې روانې دي.

ډېری بې‌ځایه شوي کسان د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي، خو یو شمېر نور په خلاص ميدان کې ژوند کوي. د راپور له مخې، شاوخوا ۷۲ سلنه اغېزمنې کورنۍ له کوربه ټولنو سره اوسېږي، چې دا د بې‌ځایه کېدو پراخوالی او د سرپناه د رسمي امکاناتو نشتوالی ښيي.

سېلونه په ځانګړي ډول په ختیځو او جنوب‌ختیځو ولایتونو کې ډېر سخت وو، چې د سړکونو او بنسټونو د زیانمنېدو له کبله یې د مرستو رسولو چارې لا ستونزمنې کړې او د خلکو کړاوونه او زیانونه یې لا زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، تر ۷۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او تر ۱۵ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې، چې د خلکو د عاید سرچینې یې ګډوډې کړې دي—په داسې حال کې چې د هېواد ډېری وګړي پر کرنه متکي دي.

سره له دې چې ناورین پراخ دی، خو بشري مرستو ته لاسرسی لا هم محدود دی. تر اوسه ۹۸ ولسوالۍ ارزول شوې دي، خو یوازې شاوخوا ۱۲ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي، او ډېر خلک لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سېلونو اقتصادي ستونزې هم لا زیاتې کړې دي، او د مرستو رسولو مسوولان خبرداری ورکوي چې بېوزلي، پورونه او رواني ستونزې د اغېزمنو کورنیو په منځ کې مخ په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق UNFPA ویلي چې دې ناورین روغتیايي او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، سخت اغېزمن کړی دی. د زیږون اړوند روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم په جدي ډول کم شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې بیا لوړې شمېرې ورکړې او ویلي یې دي چې د وري له ۶مې (مارچ ۲۶) راهیسې په سېلونو، د ځمکو په ښوییدنو او اړوندو پېښو کې نژدې ۲۰۰ کسان مړه او تر ۲۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

وروستي سېلونه ښيي چې افغانستان د سختو اقلیمي پېښو پر وړاندې ډېر زیانګالی دی، او د اقتصادي ستونزو او کمزورو عامه خدماتو له امله د لویو طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون وړتیا محدوده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...