Homeخبرونهد کرکټ نامتو لوبغاړو د شاپور ځدراڼ ملاتړ ته چمتووالی وښود

د کرکټ نامتو لوبغاړو د شاپور ځدراڼ ملاتړ ته چمتووالی وښود

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د افغانستان او پښتونخوا د کرکټ نامتو لوبغاړو لکه شاهد افریدي، راشد خان او نورو پېژندل شوو څېرو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي، شاپور ځدراڼ له درملنې سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړی دی.

راشد خان، چې د افغانستان او نړۍ له مخکښو کرکټرانو څخه ګڼل کېږي، ویلي چې په دې سختو ورځو کې د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی. همداراز، شاهد افریدي، چې پخوا د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان و، د شاپور له ورور سره تر تماس وروسته ویلي چې د هغه د روغتیايي حالت له کبله خواشینی دی او د کورنۍ تر څنګ یې ولاړ دی.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز باولر شاهین افریدي هم له شاپور ځدراڼ سره د خواخوږۍ د ځرګندولو ترڅنګ هر راز مرستې ته چمتووالی ښوولی دی.

له بلې خوا، د افغانستان کرکټ بورډ رئیس میرویس اشرف ویلي چې دې ادارې له شاپور ځدراڼ سره مالي مرسته کړې او د هغه د درملنې لپاره یې ځانګړې هڅې کړې دي.

شاپور ځدراڼ دا مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی. نوموړی څو اوونۍ وړاندې د درملنې لپاره هند ته بیوول شو، لومړی یې روغتیايي حالت په ښه کېدو و، خو وروسته بیا بېرته روغتون ته ولېږدول شو.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د پیل کلونو له مهمو څېرو څخه دی. د نړیوال کرکټ شورا د معلوماتو له مخې، هغه څه باندې لس کاله د ملي لوبډلې لپاره لوبېدلی او په شاوخوا ۸۰ نړیوالو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

هغه د شل اوریز نړیوال جام په درې پړاوونو کې هم د افغانستان استازولي کړې ده.

ځدراڼ د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان په تاریخي بریا کې مهم رول درلود او د لوبې وروستۍ منډې یې ترسره کړې.

نوموړي په خپلو نړیوالو سیالیو کې ټولټال ۸۰ ویکټې هم اخیستي دي.

د ناروغۍ په بستر پروت؛ شاپورځدراڼ سره د لوبغاړو مالي مرسته څومره اړینه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...