تاند (شنبه د وري – حمل ۲۹مه) شاپورځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې دی چې،په دې وروستیو کې د حالت خرابېدو اندېښنې راپورته کړې دي.
کرکټ پوهان وایي شاپور د ورزش برخه کې د افغانستان ملي پانګه ده او باید په یوه ښه روغتون کې درملنه وشي.
دوی زیاتوي چې، اوسنیو انځورونو ته په کتو لیدل کېږي چې، شاپور په هند کې په یوه کمزوري روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ورزشي خبریالان او د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو له نورو ملي لوبغاړو او کرکټ بورډ نه غوښتي چې، ژر تر ژره دې د شاپور درملنې ته مالي مرسته برابره او هغه په یوه مجهز روغتون کې تر درملنې لاندې ونیسي.
د همدې پرلپسې غوښتنو سره سره پرون جمعه په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې، د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ ناروغ دی او اوس مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی.
میرویس اشرف زیاته کړې چې، د افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ مالي لاسنیوی کړی او د هغه درملنې په برخه کې یې هم ځانګړې هڅې کړې دي.
د شاپور په ناروغۍ باندې د نړۍ مشهورو ستونزو راشدخان، نبي عیسی خیل او نورو خواشينی ښودلې او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی.
راشد خان لیکلي: «په دې سخت وخت کې موږ له شاپور ځدراڼ سره هر ډول مرستې ته چمتو یو. دا د داسې اتل حق دی چې د خپل وطن لپاره یې کلونه ستړي ګاللي دي».
شاپورځدراڼ اوس مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی او ویل کېږي چې بدن یې د سپینې وینې له کمښت سره مخ دی.
نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ناروغي لري، خو په دې وروستیو کې یې روغتیایي وضعیت جدي شوی دی.