Homeخبرونهټرمپ وایي، بډایه شوي یورانیم به له ایران څخه امریکا ته ولېږدول...

ټرمپ وایي، بډایه شوي یورانیم به له ایران څخه امریکا ته ولېږدول شي

تاند (شنبه د وري – حمل ۲۹مه) د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ په ټینګار سره ویلي چې، د هر احتمالي سولې تړون له مخې به بډایه شوي یورانیم له ایران څخه امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدول شي.

ټرمپ زیاتوي، چې واشنګټن به له تهران سره له هغو اټومي بنسټونو د دغو موادو په رایستلو کې مرسته وکړي چې تېر کال ویجاړ شوي دي.

ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د محافظه‌کار غورځنګ په یوه غونډه کې، چې د فونېکس په اریزونا کې ترسره شوې وه کړې دي.

ټرمپ ویلي: «موږ به ډېرو لویو برمو ته اړتیا ولرو موږ به دا له ایران سره په ګډه راوباسو او ډېر ژر به یې امریکا ته بېرته ولېږدوو.»

ایران بیا د ټرمپ دې څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...