Homeخبرونهافغان پلاوی د نشه‌یي توکو نړیوالو ګواښونو ناسته کې د ګډون لپاره...

افغان پلاوی د نشه‌یي توکو نړیوالو ګواښونو ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ

تاند (شنبه د وري – حمل ۲۹مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پلاوی د نشه‌یي توکو نړیوالو ګواښونو ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر کړی.

د دغه پلاوي مشري د یاد وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت لیکلي، ټاکل شوې دغه ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه د بېلابېلو هېوادونو استازو په شتون کې جوړه شي.

ویل کیږي دغې ناسته کې به د نشه‌یي توکو نړیوال ګواښونه وڅېړل شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو په لارو چارو به هر اړخیز بحثونه وشي.

افغان پلاوی به یاده ناسته کې نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې د طالبانو لاسته راوړنې او راتلونکي پروګرامونه ګډونوالو سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...