تاند (شنبه د وري – حمل ۲۹مه) پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، په تېرو نهو میاشتو کې د پاکستاني وریجو صادرات ۱۴سلنه کم شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې شمېرې ښيي، چې پاکستان د ۲۰۲۵کال مالي کال لومړنیو ۹میاشتو کې ۶۵۸زره ۷۰۰ ټنه وریجې صادرې کړې، خو دا کچه د ۲۰۲۶مالي کال لومړنیو ۹ میاشتو کې ۵۵۹ زره ۲۰۰ ټنو ته رسیږي.
د ډان ورځپاڼې په خبره، د ټرانسپورټي لګښتونو او بیمې لوړېدو، افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ او نړیوال بحران د پاکستان د وریجو په صادراتو منفي اغېزې کړي.
په ورته مهال اقتصادپوهان افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ او منځنۍ اسیا هېوادنو سره د پاکستان ټرانزیټي مسیرونو بندښت د صادارتو کموالي اصلي لامل یادوي.
د اقتصادپوهانو په خبره، بزګران او هغه کسان چې عاید یې د وریجو په صادراتو پورې تړلي د پاکستان د حکومت د ناسمو سیاستونو بیه پرې کوي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، کابو ۸ میاشتې کیږي افغانستان سره د پاکستان هر ډول راکړه ورکړه بنده ده او پاکستان منځنۍ اسیا ته دتوکو د لیږد لار لټوي.
پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته که څه هم افغان لوري یو څه زیان لیدلی خو باور دا دی چې، پاکستان بیا تر ټولو ستر زیان ځکه لیدلی چې د توکو لپاره یې تر ټولو لنډ بازار افغانستان له لاسه ورکړی دی.