تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۷ مه) په افغانستان کې د پر له پسې ورښتونو او سېلونو په دوام کې د هوا پېژندنې ادارو نن (پنجشنبې) هم په اکثرو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې سبا (یعني نن پنجشنبې) به د هیواد په یوویشت ولایتونو کې ورښتونه وشي.
د ترانسپورت او هوايي چلن په وزارت پورې دې تړلې ادارې همداراز د سېلونو خبرداری ورکړی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، بغلان، میدانوردګ، بدخشان، تخار، سمنګان، کندوز، بلخ سرپل، بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو کې له لسو تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د اوریدو او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې په وینا د حمل له شپږمې تر څلرویشتمې په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو له امله یو سلو اووه اویا کسان ووژل شوي او نهه تنه لاهم تري تم دي.
دغو ورښتونو او سېلونو سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه هم ویجاړه کړې ده.