تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۲۶ مه) د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لېوېټ، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې سپینې ماڼۍ له ایران سره په جګړه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
هغې زیاته کړه چې له ایران سره د دوهم پړاو خبرو لپاره ترسره شوې سلا مشورې «رغنده» وې او ډېر احتمال شته چې دا خبرې بیا هم په پاکستان کې ترسره شي.
لېوېټ وویل: «له ایران سره خبرې روانې دي او موږ د یوې موافقې د ترلاسه کېدو په اړه ښه احساس لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته مخکې د پاکستان د پوځ قومندان د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکو خبرو په اړه د سلا مشورو لپاره تهران ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر له ځان سره د امریکا پیغام تهران ته وړی دی.
ایران: د خبرو د دوام پرېکړه به د پاکستان د پوځ له قومندان سره تر لیدو وروسته وشي
تسنیم خبري اژانس، چې ایران کې د سپاه پاسداران ته نژدې بلل کېږي، د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې له ایراني چارواکو سره د پاکستان د پوځ د قوماندان تر لیدو وروسته به د ایران او امریکا ترمنځ د دوهم پړاو خبرو په اړه پرېکړه وشي.
دې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ویلي چې له عاصم منیر سره تر لیدنې وروسته به «ایرانی ټیم لازمې ارزونې وکړي او بیا به د راتلونکو خبرو په اړه پرېکړه وکړي.»
تر دې مخکې د ایران دولتي رسنیو د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د دغه هېواد د پوځ قومندان تهران ته د دې لپاره تللی چې د ایران او امریکا ترمنځ اختلافات راکم کړي.
تسنیم همداراز لیکلي چې په لبنان کې اوربند کېدای شي د خبرو لپاره یوه «مثبت نښه» وبلل شي.
په همدې حال کې، د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوې د اسرائیل امنیتي کابینه د چهارشنبې په ماښام په لبنان کې د اوربند په اړه د پرېکړې لپاره غونډه وکړي.
له امریکا سره د خبرو او جوړجاړي په اړه د ایران یوه اصلي غوښتنه دا ده چې اسراییل دې پر لبنان یرغل ودروي.