Homeخبرونهافغانستان غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ولېږلې

افغانستان غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ولېږلې

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۲۶مه) د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې افغانستان د رفح له لارې غزې ته ۵۳۰ ټنه حیاتي بشري مرستې لېږلې دي.

د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې د افغان حکومتي پلاوي له خوا په مصر کې برابرې او پېرل شوې دي، او ټاکل شوې ده چې پر ۲۲ زره کورنیو ووېشل شي.

د راپور له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي، کالي او نور اړین مواد شامل دي، چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی.

کابل یو ځل بیا د فلسطین د مسئلې په اړه خپل «ټینګ» دریځ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې دا موضوع باید د تاریخي حقایقو او د فلسطیني ولس د مشروع حقونو پر بنسټ حل شي.

د فلسطین د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ زره او ۳۳۶ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ۱۷۲ زره او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې که څه هم د تېر کال له اکتوبر راهیسې اوربند نافذ دی، خو اسرائیلي ځواکونو د بمبارۍ، ډزو او یرغلونو له لارې د دې تړون سرغړونې ته دوام ورکړی دی.

د همدې سرچینې په وینا، د اوربند له پیل وروسته لږ تر لږه ۷۵۷ کسان وژل شوي او ۲۱۱۱ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا سرغړونې هغه مهال هم دوام لري چې امریکا د جنورۍ په نیمایي کې د تړون د دویم پړاو د پیل اعلان کړی و، او نړیوالې غوښتنې شوې وې چې اسرائیل دې اوربند ته درناوی وکړي او د بشري مرستو لکه خوراکي توکو، درملو او سرپناه موادو د داخلېدو اجازه ورکړي.

پر فلسطیني ولس د اسراییل بې رحمانه بریدونو ته حماس سختدریځې دلې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسراییل د برید په وسیله پلمه برابره کړه.

2 COMMENTS

  1. تر دې نو احمق او دخپلو بې وزلو خلکو په حق بې پروا حتی ظالم حاکمان په نړۍ کی نشته!
    د هند نېستمن فقیر خلک او دولت د خپل وږي نس ګوله افغانانو ته رالېږي خو زموږ واکمنان بیا هماغه خيراتي ګوله نورو ته ورکوی او غرور به هم پرې کوی.
    هۍ خدايه نه پوهېږم موږ هوښياران یوو که لیونیان؟ مسلمانان یوو که فرعونیان؟

  2. زمونږ اسرائیلی ګاونډی د عربو تر ګاونډي کم نه دی . دوی هم تل پرافغانانو لارې بندې کړي ، ترڅو افغانان له لوږې مړه شي . مګرهغه مو نه ده اورېدلې چې وايي:

    چرا شګفته نباشیم که خدا سبب ساز است
    درې که بنده ببند ، در دیګر باز است .
    د الله ج دربار ډېر لوی دی . مونږ الحمدالله څلور نور ګاونډیان لرو ، چې اکثره له افغانستان سره دوستي کوي ، پر مونږ لارې نه بندوي ، مونږ کولای شو د دوی له لارې د نړۍ له هر هېواد سره اقتصادي ، سیاسي او کلتوري اړیکې ولرو.
    اما غزه بې له مصره بله لار نه لري او مصریان هم له مجبوریته مخامخ مرسته له غزې والو سره نشي کولي .
    دا سمه ده چې افغانان هم مرستو ته اړ دي ، مګرپه مقایسوي لحاظ په داسې حالت کې چې د غزې مسلمانان ورسره مخامخ دي ، الحمد الله پرمونږ به دومره سخته نه وي. مسلمانان خپله یوه مړۍ روزي له بل مجبور مسلمان سره تقسیموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...