Homeخبرونهامریکايي پوځ: ۹ بېړۍ مو بېرته د ایران لور ته وګرځولې

امریکايي پوځ: ۹ بېړۍ مو بېرته د ایران لور ته وګرځولې

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۷ مه) د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶) اعلان وکړ چې د ایران پر بندرونو د لګېدلې سمندري محاصرې په ترڅ کې ۹ بېړیو د امریکايي ځواکونو په امر خپل مسیر بدل کړی او بېرته د ایران پر لور ګرځېدلې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په خپل بیان کې ویلي: «د محاصرې په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې هېڅ بېړۍ ونه توانېده چې د امریکايي ځواکونو له تلاشیو پرته د ایران بندرونو ته داخلې شي یا ترې ووځي.»

په بیان کې زیاته شوې چې «۹ بېړیو د امریکايي ځواکونو لارښوونې ومنلې او اړ شوې چې خپل مسیر بدل کړي او بېرته د ایران بندرونو یا ساحلي سیمو ته ولاړې شي.»

سنتکام مخکې ویلي و چې په دې عملیاتو کې تر ۱۰ زره زیات پوځیان، د سمندري ځواکونو سرتېري او د هوايي ځواک ټولي، تر ۱۲ ډېرې جنګي بېړۍ او لسګونه جنګي الوتکې برخه لري، څو د ایران پر بندرونو د تګ راتګ پر وړاندې محاصره پیاوړې وساتي.

د امریکا پوځ ټینګار کړی چې دا محاصره د ټولو هېوادونو پر هغو بېړیو تطبیقېږي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي، او دا کار «بې‌طرفانه» ترسره کېږي.

سنتکام همداراز ویلي چې امریکايي ځواکونه د هغو بېړیو لپاره د سمندري تګ راتګ د ازادۍ ملاتړ کوي چې له هرمزتنګي څخه د غیرایراني بندرونو پر لور تګ راتګ کوي.

له بلې خوا، تهران ویلي چې د صادراتو او وارداتو لپاره بدیلې ځمکنۍ لارې لري، خو کارپوهان وايي چې دا سمندري محاصره ایران ته هره ورځ شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالره زیان اړوي، چې د دوام په صورت کې به پر ایران اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...