Home+د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر| اشا بوسلي

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر| اشا بوسلي

زوکړه او زده کړه:

اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا سیند ته نږدې موقعیت لري، د خپل پلار Deenanath Mangeshkar او مور ئې شېوانتي منګشکر -Shevanti Mangeshkar

په جونکړه کي وزېږېده، پلار ئې د یو تیاتر اداکار او کلاسیک سندرغاړی و.کله چي اشا نهه کلنه وه، پلار یې وفات سو. له دې وروسته، د دوی کورنۍ له پونې څخه Kolhapur  او بیا مومبۍ ته کډه سوه. هغې او خپلي مشري خور لتا د کورنۍ د ملاتړ لپاره د فلمونو لپاره سندرې پيل کړې.

د هند یا د بالیووډ د تاریخ له سترو سندرغاړو څخه یوه هم، اشابوسلي-Asha Bhosle، ده چي شاوخوا له ۸۰۰ څخه زیاتو فلمونو لپاره یې تر ۱۰،۰۰۰ ډیري او هر ډول لکه: غزل، پاپ، قوالي، رپ او نوري سندري ثبت کړي دي. د هغې د ږغ په ساحه کي ځانګړې وړتیا په احساسي یا هم (حسي- Sensual) سندرو کي چي د موسیقۍ د برخي پوهان ئې د لوېدیځ طرز سندري بولي؛ هغې پکي ځانګړی مهارت درلود. د اشا بوسلي اواز یا ټون د دوو مشهورو فلمي اداکارانو زینت امان  Zeenat Aman او اورمیلا Urmila Matondkar د څېرې، او ږغونو سره خورا فیټ راتلئ، چي هره اداکاره به ئې د فلم پر پرده په بې ساري ډول د سندرو د ږغ سره خورا جذابه ښکاره کوله.

اشا او لتا- Lata Mangeshkar دواړو د خپل پلار Dinanath Mangeshkar له خوا په کلاسیک موسیقۍ کي زده کړه او روزنه ترلاسه کړه، او ډېر ژر یې د فلمونو لپاره سندري ویلو ته مخه کړه. هغې خپل هنري پیل د Chunaria فلم سره په ۱۹۴۸ کال کي وکړ، خو لوړو مقامونو ته رسېدل یې وخت ونیوئ.

هنري ژوند ئې:

د هغې هنري ژوند په ۱۹۴۳ کال کي مانا لس کلنۍ کي پیل سو. هغې په ۲۰۱۳ کال کي چي دا وخت ئې نو عمر ۷۹ کلنۍ ته رسېدئ، چي د Mai  په نوم مراټي فلم کي یې د لومړي ځل لپاره د اداکارۍ تجربه هم وکړه. په دې توګه، هغه د بالیووډ له تر ټولو زړو اداکارو څخه وه چي په لوړ سن کي یې لومړنی هنري کار وکړ.

هغې خپله لومړنۍ سندره “Chala Chala Nav Bala” د Majha Bal  فلم لپاره په ۱۹۴۳ کال کي وویله. په ۱۹۴۸ کال کي، هغې د هندي فلم نړۍ ته د Chunariya  فلم د “Saawan Aaya” سندرې له لارې ننوتله. په ۱۹۴۹ کال کي، کله چي هغه یوازې ۱۶ کلنه وه، له خپل ۳۱ کلن شخصي منشي Ganpatrao Bhosle سره یې وتښتېده او واده یې ورسره وکړ، سره له دې چي کورنۍ یې له دې واده ناخوښه وه؛ خو هغې د خپل ژوند د ملګري ټاکلو کي ازادي واخیستل.

د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۷ ترمنځ، هغې د نورو سندرغاړو په پرتله زیاتي سندري وویلې، خو ډېری یې په کوچنیو او کم‌اهمیته فلمونو کي وې. کله چي به هغې ته په لویو فلمونو کي چانس ورسېد، نو زیاتره به یې د اصلي اداکارې د ملګري لپاره یا د نورو مشهورو سندرغاړو لکه (Shamshad Begum،  Geeta Dutt) او یا خپلې خور لتا سره په ګډه سندرې ویلې. له بده مرغه، د هغې یوه ناسم واده د کورنۍ څخه دا لیري کړه، خو هغې د خپلو اولادونو د پالني لپاره هر ډول کار ومنئ؛ خو په ۱۹۵۷ کال کي، هغې له کمپوزر O. P. Nayyar  سره د Tumsa Nahin Dekha  او Naya Daur فلمونو له لاري لویه بریا ترلاسه کړه. وروسته په ۱۹۵۸ کي د هغې درې نور فلمونه —Lajwanti، Howrah Bridge  او Chalti Ka Naam Gaadi— خورا مشهور سول او هغې ته یې لوړ مقام ورکړ. له دې وروسته، هغه د ۱۹۷۰مې لسیزي تر لومړیو پوري د نیر غوره سندرغاړي پاتې سوه، او دواړو په ګډه په فلمونو لکه Phir Wohi Dil Laya Hoon، Mere Sanam، Humsaya  او Pran Jaye Par Vachan Na Jaye کي بې‌ساري موسیقي رامنځته کړه.

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

په پیل کي د هغې د سندرو طرز د (ګیتا دت) سره ورته و، خو ژر یې خپل ځانګړی سبک جوړ کړ. د هغې نرم، ږغ، زړه ‌منونکی او هر ډول سندرو ته مناسب و. د ۱۹۶۰مې لسیزې تر پایه، هغه د خپلې خور څخه وروسته دویمه ستره سندرغاړې سوه، او دواړي تر ۱۹۹۰مې لسیزي پوري د هندي موسیقۍ ملکې بلل کيدې. سره له دې، هغې ته اکثره وخت د احساسي یا حسي سندرو سندرغاړې په سترګه کتل کيده.

په ۱۹۷۰مو کلونو کي، هغې له کمپوزر Rahul Dev Burman  سره نوې اړیکه پیل کړه (چي وروسته یې دویم واده وسو). د دې همکاریو په ترڅ کي، هغې ته یو عصري او هنري رنګ ورکړل سو، او دواړو په فلمونو لکه Haré Rama Haré Krishna، Jawani Diwani، Yaadon Ki Baaraat او Hum Kisise Kum Naheen  کي سترې بریاوې ترلاسه کړې. په ۱۹۸۱ کي، کمپوزر Khayyam د هغې د ږغ یو بل شاعرانه اړخ هم څرګند کړ. د هغوی ګډ کار په فلم Umrao Jaan کي، چي سندرې یې زیاتره عالي شاعري، په ښه موسیقۍ او ږغونو او ثبتولو کي بې مثاله  ول، د هغې تر ټولو غوره کارونه بلل کيږي.

د اشا بوسلي جایزې او ویاړونه:

اشا حتی په ۷۰ کلنۍ کي هم د هغې هنري فعالیت نه دی درېدلی فعاله وه او لا ئې هم د فلمونو لپاره سندرې ویلي، لکه Rangeela، Dil To Pagal Hai   او Taal  هغې څو البومونه هم خپاره کړي دي، چي بریالي سوي دي وروستیو کي، هغه د ګرامي جایزې لپاره هم نومانده سوې وه؛ خو د خپل هنري ژوند کي ئې بې شمیره ملي او په نړۍ‌واله سطحه جایزې اخیستي دي، چي ځیني ئې د یادوني وړ بولم:

  • په ۱۹۶۲ کي، د مهاراشترا حکومت هغې ته د “غوره سندرغاړې” جایزه د Manini لپاره ورکړه
  • د Dadasaheb Phalke Award جایزه یې په ۲۰۰۰ کي ترلاسه کړه
  • په ۲۰۰۲ کي، هغې د BBC د ژوند لاسته راوړنې جایزه ترلاسه کړه، چي د بریتانیا صدراعظم Tony Blair ورکړه،
  • همدارنګه، د Ijaazat فلم هغې ته ملي جایزه وګټله.
  • هغې په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۶ کلونو کي د ګرامي جایزې لپاره هم نوماندي ترلاسه کړه.
  • د Padma Vibhushan ستره دولتي جایزه یې په ۲۰۰۸ کي واخیسته
  • په ۲۰۱۱ کي، د Guinness World Records له خوا د موسیقۍ په تاریخ کي د تر ټولو ډېرو ثبت سوو سندرو لرونکي هنرمنده وپېژندل سوه
  • په ۲۰۱۵ کال کي، هغه د نړۍ د ۱۰۰ الهام‌بخښونکو ښځو په نوملړ کي شامله سوه.

پایله:

    اشابوسلي د دریو نسلونو او د هندي سینما او فلمونو افسانوي سندرغاړې بلل کيده، که ئې پورته ژوند لیک ته وګورو نو ویلای سو، چي اشا خپل ږغ او ژوند دې ښکلي هنر ته وقف کړی و، او د هنر لپاره ئې تر نیمي پیړۍ زیات کار وکړ، هغې هم پاپ ته، هم رپ ته او هم کلاسیک ته کار وکړ؛ چي د کلاسیکي موسیقي اړوند ئې کار او زیار د یادوني وړ دئ، د عمر په اخرو وختونو کي ئې د خپل یوټوب چينل له لوري د ښه ږغ، د تمرین کولو او انتخاب کولو اړوند بحثونه خورا یو جالب ابتکاري خدمت و، چي تاسو ئې او س هم د دې له یوټوب چينل ( “Asha Bhosle Official”) څخه د دې د تشویقي او هنري پروګرام نمونې کتلای او اورېدلای سئ.

د اشا بوسلي موږ ته خپل درې اولادونه، درې ئې لمسیان، په سلګونو شاګردان او په زرګونو او میلینونو مېنه والو ته تر لس زره ډیري سندري په میراث پرېښولې، او خپل بحث د اغلې اشابوسلي په یوې وینا پای ته رسوو، چي د کلاسیکي موسیقي په اړه وايي: نن سبا زموږ ځوانان ریمیکس او فیوژن اوري، خو باید اصلي موسیقي چي څه شی ده هغه هم واوري، په ځانګړي ډول کلاسیکه موسیقي، تر څو خپلې کلتوري ریښې وپېژني.

۱ـ د اشابوسلي او کشور یو ګډ البم:

https://www.youtube.com/watch?v=l_o422IpHaE&list=RDl_o422IpHaE&start_radio=1

۲ـ هغه البم چي دې شهرت، سندرو او موسیقۍ ئې جایزې ترلاسه کړئ:

https://www.youtube.com/watch?v=Fo0OsuHdaw0&list=RDFo0OsuHdaw0&start_radio=1

۳ـ  د اشابوسلي هغه جیک بوکس چي سندري ئې صدابهار بلل کېږي:

https://www.youtube.com/watch?v=Gh5ttePuK08&list=RDGh5ttePuK08&start_radio=1

۴ـ د اشابوسلي او محمدرفیع په ګډو اوازونو کي یو البم:

https://www.youtube.com/watch?v=kNWxcffZGL0&list=RDkNWxcffZGL0&start_radio=1

۵ـ د اشابوسلي او کمارسانو یو تلپاتی البم:

https://www.youtube.com/watch?v=7Iw9Heizdcc&list=PLRxQlc-1XE7Yz-aWeOwaz_oJLmwyufF5z

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...