تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) هغه ښځه چې د امریکايي پلاوي د هرکلي پر مهال په اسلاماباد کې لیدل شوې او په ټولنیزو رسنیو کې د د پاکستانیانو او ختي ځینو افغانانو پام یې ځان ته اړولی او د هغې د هویت په اړه یې پوښتنې کړې، په اصل کې ناټلي بیکر ده چې په پاکستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېره یا د سفیرځایناستې ده.
د امریکا د سفارت د رسمي معلوماتو له مخې، ناټلي اې بیکر د جګپوړي ډیپلوماټې په توګه د سلاکار وزیر د رتبې دنده لري او د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې یې په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت د شارژدافېرې په توګه مسوولیت په غاړه اخیستی دی. هغې تر دې مخکې، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د سفارت د مرستیالې په توګه اسلاماباد ته تللې وه.
ناټلي بیکر د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا په سفارت کې د مرستیالې په توګه کار کړی دی. تر دې وړاندې، هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نژدې ختیځ د چارو په دفتر کې د شمالي افریقا د څانګې مشره وه.
هغې په خپل مسلکي ژوند کې نور مهم مسوولیتونه هم ترسره کړي دي، لکه په لیبیا کې د امریکا د ماموریت مرستیاله او سرپرست استازې، په دوبۍ کې د امریکا په قونسلګرۍ کې د ایران د سیمهییز دفتر مرستیال مشره، او په کویت کې د امریکا په سفارت کې د اقتصادي سلاکارې په توګه دندې.
همداراز، ناټلي بیکر د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په لیبیا کې د سیاسي او اقتصادي سلاکارې په توګه هم کار کړی، هغه مهال چې د دواړو هېوادونو اړیکې له اوږدې وقفې وروسته بېرته عادي کېدلې. خو د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د لیبیا د انقلاب له امله، امریکا اړ شوه چې خپل سفارت وتړي او خپل کارکوونکي وباسي.
د هغې په نورو دندو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړې مرستیاله، په اسلاماباد کې قونسله (کونسلره)، او په ترکمنستان کې د کلتوري چارو مسووله هم شامل دي.
کله چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس اسلام اباد ته ورسېد، په ځینو عکسونو کې دا د پاکستان تر لوی درستیز او بهرنیو چارو وزیر مخکې لیدل کېږي او دې مسلې ډېرو ته پوښتنې پیدا کړې وې چې دا ښځه څوک ده یا دنده یې څه ده.