تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۴ مه) له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې شمېرې ښيي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلونو او سختو بارانونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۸۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې ادارې د پروني (یکشنبې) د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دا شمېرې ښيي چې ۹ تنه لا هم ورک دي.
دا سېلونه د هېواد په شلو ولایتونو کې راوتلي دي او د یادې ادارې په وینا تر ۷۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د معلوماتو له مخې، ۷ زره او ۴۷ کورونه او ۱۸ زره او ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه سېلونو لاندې کړې او ویجاړه کړې ده.
همداراز، د سېلونو له امله ځینې بنسټیزې زیربناوې هم زیانمنې شوې دي، لکه سلګونه کیلومتره سړکونه او د اوبو رسولو ګڼ شمېر شبکې. طالبان وایي چې ۹ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
ځینو خلکو د دې سېلونو له امله د خپل ژوند ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده، له سرپناه نیولې د کور تر ټولو وسایلو پورې. هغوی وایي چې بېړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې دا ډول مرګوني طبیعي پېښې په افغانستان کې ډېرې شوي او دلیل یې د اقلیمي اقلیمي بدلونونو اغېز ښودل کېږي چې تر ډېرو نورو هیوادونو افغانستان ته زیات متوجه دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د شنو خونو یا ګلتوني ګازونو په تولید کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر له دې بدلونونو زیان ویني؛ داسې زیان چې وخت ناوخت د درنو تلفاتو په بڼه څرګندېږي.