Home+نن د کاسپروف دوه شپېتمه کالیزه ده

نن د کاسپروف دوه شپېتمه کالیزه ده

تاند- له نن څخه 63 کاله پخوا د ۱۹۶۳ د اپریل په ۱۳ مه د روسیې او نړۍ د شطرنج نامتو لوبغاړی ګري کاسپروف د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې وزېږېد.

کاسپروف په پنځه کلنۍ کې له خپل پلار او مور څخه شطرنج زده کړل. د ده پلار یهود او مور ارمنۍ وه.

ده له شپږ کلنۍ څخه شطرنج په جدي ډول پیل کړ، په دیارلس کلنۍ کې د شوروي اتحاد د ځوانانو د شطرنج اتل شو او په شپاړس کلنۍ کې په نړیوال تورنمنټ کې اتل شو.

کاسپروف په ۱۹۸۵ کې، چې ۲۲ کلن و، د شطرنج اتلولي وګټله. دا په دې لوبه کې لومړی ځل و چې یو دومره کم عمره یا ځوان کس د نړۍ د شطرنج اتلولي ګټي.

کاسپروف په روسیه کې اوسېدلی او له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۰۰ پورې په نړۍ کې د شطرنج اتل پاتې شوی او د شطرنج په اړه یې څو کتابونه لیکلي دي.

دی په ۱۹۸۰ م کال د شطرنج نړیوال لوی استاد وپېژندل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...