نپوهېږم له موږ سره څنګه بلد شوى و، فکر کوم ﺯموږ له ګاونډيانو سره يې اشنايي وه او چې هغوى وکوچېدل بيا دې خوا ته را مات شو. خو معلوم پناه ځاى يې نه درلود.
هر سهار چې له کوره وتلم سترګو به مې دى لټاوه چې چېرې دى. کله به و کله به نه و.
په لويه لاره ماشومان ښوونځي ته تلل، راتلل. دى به يې چې وليد تيږي او لوټې به يې پسې ويشتې. خو ده څه نه ورته ويل، ډېر بې اﺯاره و. په منډو، منډو به چې دې خوا ته راغى ما به يې په سترګو کې يو سوال ليده چې ځواب يې راسره نه و « ولې مې ځوروي؟»
د لالا مې هم ﺯړه پرې خوږېده. ډېرى وخت به يې خواړه، اوبه ورايستل. تېره ورځ مې د ماسپښين تر لمانځه وروسته د چرهيي څو ډﺯې واورېدې چې تر شا يې واويلا هم پورته کېده، ﺯړه مې ښه ګواهي نه ويله مګر بيا په خطاطي بوخت شوم او هر څه مې له ياده ووتل. نن ماښام مې ورور راته وويل« خبر يې؟ خړى چا ويشتى. لالا يې اوس په قاتل پسې ګرځي.»
و دردېدم خو ځان مې په دې قانع کړ چې چېرته د انسان مرۍ د موچي په تار پرې کيږي، چېرته چې انسان ترېشل ته ژوندى غورځول کيږي، چېرته چې انسان ژوندى اېلل کيږي هلته د سپي قتل وړه خبره ده.