تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۸ مه) د ټولګټو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سالنګ لویه لاره (په پروان ولایت کې) د سختې واورې، توپان او د لید د کموالي له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
همداراز، د کابل-کندهار لویه لاره (په زابل ولایت کې) د سېلونو او د سړک د ځینو برخو د ویجاړېدو له امله بنده شوې ده.
د دې وزارت ویندوی محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا لارې د انساني مرګ ژوبلو او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره تړل شوې دي.
هغه له خلکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې په یادو لارو سفر ونه کړي.
د کابل–کندهار لویه لاره د شهرصفا په سیمه کې زیانمنه شوې ده. د وزارت په وینا، د ترمیم ټیمونه به د سېلونو تر کمېدو وروسته د دې لارې د پاکولو کار پیل کړي.
په همدې حال کې، د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د حمل له ۶مې نېټې راهیسې، د افغانستان بېلابېلې سیمې د باران، سېلونو او په ځینو ځایونو کې د واورې شاهدې دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې په دې موده کې:
- ۱۱۰ کسان مړه شوي
- ۱۵۴ کسان ټپیان شوي
د دې ادارې په وینا:
- ۹۵۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي
- کابو ۴۰۰۰ کورونه نیمه ویجاړ شوي
- او سېلونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي