تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) له شدیدو ورښتونو وروسته تېره شپه (د جمعې او شنبې ترمنځ) د کابل سین اوبه نژدې دي چې له ورخه واوړي.
وروستیو ورښتونو او په پایله کې یې راوتلو سېلونو، چې د هوا پېژندنې د ادارې پر اساس لا هم دوام کوي، په تېرو څو ورځو کې تر ۵۰ ډېر افغانان وژلي دي.
راپورونه وايي چې ممکن د کابل سین د اوبو اندازه تر دې هم زیاته شي او د ښار ځینې برخې لاندې کړي.
په وروستیو څو لسیزو کې ډېر کم داسي شوي چې د کابل سین اوبه تر دې حده لوړې شي.