Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته ۷۸ ټنه طبي مرسته ولېږله

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته ۷۸ ټنه طبي مرسته ولېږله

تاند (شنبه، د وري/ حمب ۱۵مه) د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې څه باندې ۷۸ ټنه حیاتي طبي تجهیزات یې د هوا له لارې له دوبۍ څخه افغانستان ته رسولي دي.

په دې طبي مرستې کې د شري او سکاروي د درملنې لپاره کټونه، له خوارځواکۍ/ سوءتغذیې سره د مخامخ ماشومانو لپاره خوراکي مواد، او جراحي وسایل شامل دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، دا حیاتي تجهیزات به له ۴۱۹ زرو څخه ډېر خلک تر پوښښ لاندې راولي او په ټول هېواد کې به تر ۱۳ زره زیات د ژوند ژغورنې جراحۍ ممکنې کړي.

یاد سازمان له متحده عربي اماراتو څخه د دې مرستو د لېږد د اسانتیا لپاره مننه کړې ده.

تر دې مخکې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله، د بېړنیو مرستو تر ۵۰ زیاتې بېړني جوپې، چې د ۲۵ هېوادونو لپاره وې—چې افغانستان هم پکې شامل دی—ځنډېدلې دي.

د دې سازمان په وینا، د سیمې د هېوادونو په فضايي حریم کې د الوتکو تګ راتګ محدود شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب