تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د والاستریت ژورنال د راپور له مخې، د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب روانې خبرې اترې په ټپه درېدلې دي.
ایران پر خپله خاوره د امریکا او اسراییل د روانو بریدونو په تړاو د پاکستان پر بې پرې توب باور نه لري.
راپور زیاتوي چې ایران ویلي، په راتلونکو ورځو کې چمتو نه دی چې له امریکایي چارواکو سره په اسلامآباد کې وویني، او له همدې امله دا غیرمستقیم مذاکرات چې د پاکستان په نوښت پیل شوي وو، درېدلي دي.
په راپور کې راغلي: «ایران په رسمي ډول منځګړو ته ویلي چې په اسلامآباد کې له امریکایي چارواکو سره د لیدنې لېوالتیا نه لري او د امریکا غوښتنې ورته د منلو نه دي.»
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د سیمې د هېوادونو له لوري د خبرو مېز ته د دواړو خواوو د حاضرولو هڅې دوام لري، او پاکستان په دې برخه کې پر له پسې وړاندیزونه کړي دي.
په همدې حال کې، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د کوربتوب لپاره د پاکستان پخوانی وړاندیز، اوس د منځګړیتوب د هڅو د ناکامۍ له امله له ابهام سره مخامخ شوی دی.
ایران له هرمز تنګي څخه د تېرېدو لپاره د تېلو هغو بېړیو ته اجازه ورکړې وه چې د پاکستان بیرغ پرې لګېدلی وي خو وروسته څرګنده شوه چې پاکستان له هرمز تنګي څخه تر خپل بیرغ لاندې د تېلو تېرې شوې بېړۍ امریکا ته سپارلي دي. له همدې کبله ایران له هرمز تنګي څخه د ایراني بېړیو پر تېریدو هم بندیز ولګاوه او اوس په خپله پاکستان هم د تېلو د شدید کمښت له سخت بحران سره مخامخ دی.
اسلامآباد مخکې ویلي و چې د دې خبرو د اسانتیا لپاره چمتو دی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، ویلي و چې هېواد یې «ویاړي چې د معنا لرونکو خبرو کوربه او اسانچاری وي.»
له بلې خوا، د ایران فارس خبري اژانس، د جمعې په شپه د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه «د یو دوست هېواد له لارې د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز کړی و.»
د راپور له مخې، ایران دې وړاندیز ته په درنو بریدونو ورکړی دی.