تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د هند او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچ د زیاتېدو په منځ کې د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی چې دوی به د آراېساېس پر مرکزونو بریدونه وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ.
راجنات سینګ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د پولې په اړه هر ډول «ناسم اقدام» وشي، نو هند به «بېساری او پرېکنده ځواب» ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په یوه توندې وینا کې هند ته ښکاره او جدي ګواښ وکړ.
هغه وویل چې که بیا جګړه ونښلي، نو دا به د پخوا په څېر محدوده نه وي، بلکې پاکستاني ځواکونه چمتو دي چې د هند خاورې ته ننوځي او حتی په کورونو او د آراېساېس په مرکزونو کې بریدونه وکړي.
آصف وویل:
«دا ځل به جګړه له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلومترو پورې محدوده نه وي. موږ به د هغوی خاورې ته ننوځو او په خپلو کورونو کې به پرې برید وکړو.»
هغه زیاته کړه: «اوس به موږ د هغوی کورونو ته ننوځو او برید به پرې وکړو، انشاءالله که هغوی بیا هڅه وکړي، نو له تېر کال څخه به هم له لا ډېرې رسوایۍ سره مخامخ شي.»
دا په داسي حال کې ده چې تېر کال هند د پاکستان په کابو ټولو او مهمو ښارونو کې هدفونه بمباري کړل خو پاکستان یوازې د هندي کشمیر دپر هوايي ډګر توغندويی برید وکړ.
خواجه اصف همداراز وویل:
«تاسو د هند خبره کوئ، نو دا دې معلومه وي چې که هغوی بیا هڅه وکړي، نو انشاءالله تر پخوا به لا زیاتې رسوایۍ وویني. دا ځل به جګړه یوازې تر ۲۰۰–۲۵۰ کیلومترو محدوده نه وي، بلکې د هند خاورې ته به دننه ولاړه شي. موږ به په کورونو او د آراېساېس په کمپونو کې بریدونه وکړو.»
د پخوانیو ورته ګواښونو یادونه
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي دا ډول توندې خبرې کوي. تر دې مخکې، په هند کې د پاکستان پخواني لوی کمېشنر (سفیر)عبدالباسط هم ورته څرګندونې کړې وې.
دا ګواښونه ریښتیا دي که سیاسي خبرې؟
شنونکي زیاتره دا وروستۍ څرګندونې د عملي پوځي پلان پر ځای د کورني سیاست برخه بولي. د هغوی په اند، د پاکستان مشرتابه هڅه کوي چې د هند پر ضد توندې خبرې د خلکو د ملاتړ د جلبولو او د داخلي ستونزو د پټولو لپاره وکاروي.
اوس مهال پاکستان له څو جدي ستونزو سره مخامخ دی:
- له افغانستان سره پر پوله شخړې
- په خیبرپښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او کشمیر کې کورني ناارامۍ
- کمزوری اقتصاد، لوړ انفلاسیون او پورونه
د همدې ستونزو له امله، ډېری څارونکي باور لري چې د هند پر وړاندې ژور پوځي عملیات پیلول د پاکستان لپاره له اقتصادي او نظامي پلوه ستونزمن دي، نو ځکه دا ډول ګواښونه تر ډېره د «رواني جګړې» او مخنیوي لپاره دي، نه عملي پلان.
د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر
سره له دې، اصلي خطر دا دی چې دا ډول څرګندونې کولای شي د ترینګلتیا کچه لوړه کړي، په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو له امله.
د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د هند د سندور عملیات، چې د پهلګام برید په غبرګون کې ترسره شول، لا هم اغېز لري. په دې عملیاتو کې د هند ځواکونو د پاکستان دننه ګڼ هدفونه په نخښه کړل، چې ښايي آصف د «۲۵۰ کیلومتره محدودیت» په یادولو سره همدې ته اشاره کړې وي.
په ټوله کې، دا وضعیت ښيي چې که څه هم خبرې تر ډېره سیاسي دي، خو د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر لا هم شته.