تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د نیویورک تایمز د راپور له مخې، چې د جمعې په ورځ د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک دوې الوتکې په ایران کې ویشتل شوي دي.
د دې ورځپاڼې پر اساس د امریکا یوه جنګي الوتکه د فارس خلیج په سیمه کې نسکوره شوې، خو پیلوټ یې په خوندي ډول ژغورل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي چې دا بریدګره الوتکه، ای-۱۰ وارتهاګ، هُرمُز تنګي ته نژدې نسکوره شوې ده.
د راپور له مخې، دا پېښه لږ وروسته له دې وشوه چې یوه بله جنګي الوتکه، ایف-۱۵، د ایران پر فضا کې وویشتل شوه او نسکوره شوه.
یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په فضا کې د یوې امریکایي جنګي الوتکې له نسکورېدو وروسته، د هغې یوه عمله د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا ژغورل شوې، او د دوهم پیلوټ د موندلو لټون لا هم روان دی.
د امریکايي رسنیو پر اساس، دا د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډ جنګ له پیل راهیسې د ایران له لوري د دوی د الوتکو د ویشتل کېدو لومړۍ پېښې دي.