تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۰مه) ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، اسمعیل بقايي له قوله خپرو کړو راپورونو کې لیکلي چې، له امریکا سره یې هیڅ ډول مخامخ خبرې نه دي کړي.
بقايي زیاته کړې چې، کومې غوښتنې هغوی ته په نامستقیم ډول رسېدلې دي، افراطي او غیرمنطقي دي.
بقايي ویلي، کومې غونډې چې پاکستان جوړې کړې دي، د هغوی خپل چوکاټ دی او ایران پکې هیڅ ګډون نه دی درلودلی.
پاکستان تېره ورځ د امریکا-اسراییل او ایران د روان کړکېچ په اړه د خبرو لپاره د سعودي عربستان، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه و.
د رسنیو د راپورونو له مخې د اسلام آباد په څلور اړخیزه ناسته چې د پاکستان په کوربه توب جوړه شوې وه، په کې د ګډونوالو لهخوا په منځني ختیځ کې د جګړې د پای او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستې ټینګار وشو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په پای کې یوځل بیا ټینګار کړی چې، هېواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره کوربتوب ته چمتو دی.
د اسلاماباد په څلور اړخیزه ناسته کې د سیمې د کړکېچ پر پای ټینګار شوی
دتروریزم ځاله
اوښ څخه چا پوښتنه وکړه چې. غړۍ دې کږه ده هغه وویل کوم ځای مې سم دی چې غړۍ مې سمه شی . اسلام اباد د یک تیر او دوفاخته په لټه کې دی .
هم عربی نړۍ ته ځان سکنی ښیی او هم دترمپ پروژو ته ډولکۍ وهی اسلام اباد دمنافق سر ګرولی
داکور بتوب دوی له بدې ورځې کوی تقریبا لکه ملګری ملتونه هره ورځ ددوی کټوی چالان وی
پښتنو کې متل ده وایی پک چا په وران نه پریښودل ده ویل زما اس د خان کره میختبله کړۍ. تور دجال هم هغه پک ته ورته ده.دغه سوډر لکه ملا داسي ده دی د خپلې خولې د خوږولو لپاره له ځانه حدیثونه وایی. ایران پیزندلی دغه سوډر خو په جګړه اخته ده. او پنجاب په خوله خو به پیاز هم ونه خوري ،ایران منافیق دوه مخی پنجابی ښه پیزني.