د ګارډين د راپور له مخې، د تېلو پر تاسيساتو بريدونو ميليونونه بېرله تېل سوځولي او نژدې ۱.۸۸ ميليون ټنه کاربن یې خپور کړی دی.
تاند(دوشنبه، د وري/ حمل ۱۰ مه) د امریکا د متحدوایالتونو او اسرائيل له خوا د ايران پر ضد جګړه، د انساني او جيوپوليټيکي پايلو تر څنګ، يوه چاپېريالي ناورین هم دی، ځکه چې په چټک ډول د نړۍ د کاربن بودجه مصرفوي.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، دې جګړې يوازې په لومړيو ۱۴ ورځو کې شاوخوا ۵ ميليون ټنه ګلتوني ګازونه توليد کړي، چې دا اندازه د ۸۴ هېوادونو، چې لږ مضر ګازونه تولیدوي، له ټولو ګلتوني ګازونو سره برابره ده. په دې حد کې خپرې شوې ککړتيا منځنی ختيځ د «چاپېريال په قرباني سيمې» بدل کړی او ښيي چې مدرنې جګړې څنګه د اقليمي بحران د زياتېدو سبب کېږي.
د دې ککړتيا ډېره برخه د زېربناوو د ويجاړېدو له امله رامنځته شوې ده، په ځانګړي ډول د شاوخوا ۲۰ زره ملکي ودانيو د ويجاړېدو له امله چې يوازې يې ۲.۴ ميليون ټنه کاربن ډایاوکسايډ (CO2) توليد کړي دي.
د پوځي سون توکو کارول، لکه د امريکايي بم غورځوونکو الوتکو اوږد واټنه الوتنې، هم مهم رول لري چې په کې سلګونه ميليون ليټره سون توکي مصرف شوي دي.
همداراز د تېلو پر تاسيساتو بريدونه، په ځانګړي ډول د تهران شاوخوا د سون توکو په زېرمو کې پراخې اورلګېدنې، ميليونونه بېرله تېل سوځولي او نژدې ۱.۸۸ ميليون ټنه ککړتيا يې رامنځته کړې ده.
پر دې سربېره، د پوځي تجهيزاتو ويجاړېدا او د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو پراخ استعمال هم دا شمېر زیات کړی دی.
په مجموع ډول، دې جګړې په لنډ وخت کې دومره کاربن خپاره کړي چې د يو منځني اقتصاد له کالني مصرف سره برابر دي، او که جګړه دوام وکړي، دا بهير به په چټکۍ سره لا زيات شي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول جګړې نه يوازې په مستقيم ډول د کاربن خپرېدا زياتوي، بلکې د انرژۍ په بازار کې د ګډوډۍ له امله د فوسيلي سون توکو استخراج هم زياتوي. په دې توګه، دا جګړه د نړۍ د کاربن پر انحصار د ژورتيا او د اقليمي بحران د چټکتيا سبب ګرځي.
د ګارډين تحليل ښيي چې معاصرې جګړې ورځ تر بلې د انرژۍ له اقتصاد او اقليمي سياستونو سره تړل کېږي، او يوازې په امنيتي يا پوځي چوکاټ کې درک کېدای نه شي.
د انرژۍ په عرضه کې هر ډول ګډوډي، په ځانګړي ډول د خليج په څېر سيمه کې، د بيړ د ژر لوړېدو، د پانګونې د بدلون او د لوړ کاربن زېربناوو ته د بېرته ستنېدو سبب کېږي.
له دې نظره، جګړه نه يوازې اقليمي بحران چټکوي، بلکې پاکې انرژۍ ته د تګ بهير هم ځنډوي، او د نړۍ اقتصاد او راتلونکو نسلونو ته يې اوږدمهاله لګښتونه لا ډېریږي.